د روزګان ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۳۹۸) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۸۴) وثیقې هم اجرا کړې دي
د روزګان ولایت مرافعه، ښاري ابتدائیه او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۲۹/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۳۹۸) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۸۴) وثيقې هم اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي:
په حقوقي برخه کې:
په حقوقي برخه کې د (۷۷) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۱۵۶) دوسیې فیصله شوې او (۱۶) دوسیې مکتوبي مستردې شوې دي.
په جزائي برخه کې:
په جزائي برخه کې د (۷۰) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۷۴) دوسیې فیصله شوې او (۵) دوسیې مکتوبي مستردې شوې دي.
د وثيقو برخه کې:
د روزګان ولایت محاکمو په يوه مياشت کې (۲۸۴) بېلابېلې وثیقې هم اجرا کړې دي.
