د پکتیکا ولایت مرافعه محکمې رئیس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

m_admin
شنبه ۱۴۰۵/۸/۹ - ۱۱:۲۱
د پکتیکا ولایت مرافعه محکمې رئیس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د پکتیکا ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم مفتي محمود سید (مخلص)، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو او اړوند ولسوالیو د ابتدائیه محاکمو له قاضي صاحبانو سره د یو لړ مهمو موضوعاتو په اړه، په ۱۰ /۵ /۱۴۴۸هـ ق اداري غونډه وکړه.
یاده اداري غونډه د مرافعه محکمې د مدني دېوان مفتي مولوي فضل الحق (حنفي) له‌خوا د قرآنکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت پيل شوه؛ ورپسې د مرافعه محکمې عامه امنیت دېوان رئیس مولوي عبدالله (عمري) غونډې ته د قضاء د اهمیت په اړه لنډه او هر اړخیزه وینا وکړه.
د غونډې په دوام د مرافعه محکمې د جزا دېوان رئیس الحاج مولوي محمد (مختاري) خپله وینا وکړه، چې د قضاء پر اهمیت سربېره یې پر قضائي چارو د عامو مسلمانانو د باور زیاتولو په اړه هم لازمې سپارښتنې وکړې، تر څو په قضاء باندې د عامو خلکو باور لا قوي شي.
دغه راز د مرافعه محکمې عمومي رئیس د محاکمو قضاتو ته په قضائي او اداري چارو کې د اخلاص، صداقت او ایماندارۍ په اړه خبرې وکړې، د کارکوونکو او د امنیتي قطعې د مجاهدینو د اصلاح په اړه یې لازمې توصیې وکړې، تر څو له مراجعینو سره نېک چلند وکړي، د محاکمو قاضي صاحبانو ته یې وویل، چې محاکم د ټولو اشخاصو لپاره د عدل او انصاب ځای دی، حتی که یو غیر مسلم او فاسق اشخاص محاکمو ته هم مراجعه وکړي، باید د خپل حق د ترلاسه کولو ډاډ یې حاصل شي.
نوموړي د محاکمو قضاتو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله‌تعالی) د فرامینو او حکمونو او د سترې محکمې عالي مقام د متحدالمآلونو په عملي کولو ټینګار وکړ او یو شمېر نور مهم موضوعات يې هم له قضاتو سره شریک کړل.
غونډه د مرافعه محکمې د جزا دېوان د مفتي مولوي میرآقا (ذبیح الله خالد) په دعاء ویلو سره پای ته ورسېده.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۸/۹ - ۱۵:۹
Background image

محاکم ولایت غزنی طی دو هفته علاوه بر رسیدگی به (۳۶۲) دوسیه، به تعداد (۲۱۴) قطعه وثایق را نیز اجرا نموده‌است

محاکم مرافعه، ابتدائیۀ شهری، محکمۀ نظامی زون غزنی و ابتدائیۀ ولسوالی‌های ولایت غزنی طی دو هفته از تاریخ (۱۶ /۴ /۱۴۴۸هـ ق الی ۲۹ /۴ /۱۴۴۸هـ ق) علاوه بر رسیدگی به (۳۶۲) دوسیه، به تعداد. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۹ - ۱۱:۵۳
Background image

محاکم ولایت پنجشیر طی دو هفته علاوه بر رسیدگی به (۴۷) دوسیه، به تعداد (۷۲) قطعه وثایق را نیز اجرا نموده‌است

محاکم مرافعه، ابتدائیه شهری و ابتدائیه ولسوالی‌های ولایت پنجشیر طی دو هفته (از ۱ /۵ /۱۴۴۸هـ ق الی ۱۵ /۵ /۱۴۴۸هـ ق) علاوه بر رسیدگی به (۴۷) دوسیه، به تعداد (۷۲) قطعه وثایق را نیز اجرا. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۹ - ۱۱:۲
Background image

محاکم ولایت هرات طی دو هفته علاوه بر رسیدگی به (۱۰۶۵) دوسیه، به تعداد (۷۴۰) قطعه وثایق را نیز اجرا نموده‌است

محاکم مرافعه، ابتدائیه شهری، ابتدائیه ولسوالی‌ها و محکمه اختصاصی ولایت هرات طی دو هفته (از ۱ /۵ /۱۴۴۸هـ ق الی ۱۵ /۵ /۱۴۴۸هـ ق) علاوه بر رسیدگی به (۱۰۶۵) دوسیه، به تعداد (۷۴۰) قطعه وثایق. . .

بازگشت به اخبار