د سترې محکمې د دارالانشاء عمومي ریاست د ۱۴۴۸ هـ ق کال د لومړۍ ربعې د فعاليتونو لنډ راپور
د سترې محکمې دارالانشاء عمومي ریاست په لومړۍ ربعه کې مجموعًا (۱۱۸۴) موضوعاتو او عريضو ته له اصولو سره سم رسېدنه کړې ده، چې په دې کې د محاکمو د تبدیلۍ اړوند (۶۱۵) موضوعات، د استهداآتو اړوند (۱۴۳) موضوعات، د تنازع صلاحیت اړوند (۱۵۷) موضاعت، د تجدید نظر اړوند (۲۵۸) موضوعات، (۱۲۳) متفرقه موضوعات او (۱۱) متحدالمآلونه شامل دي.
