د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د ميدان وردګ ولايت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

m_admin
Thu, May 08 2025 12:24 PM
د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د ميدان وردګ ولايت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

د سترې محکمې د محترم مقام په هدایت د محترم مولوي سيد اسحاق (سادات) په مشرۍ د قضائي پلټنې يوه پلاوي چې مولوي روزي محمد (زميل) او مولوي اختر محمد (مظهري) یې غړيتوب درلود؛ د روان ۱۴۴۶هـ ق کال د شوال المکرم میاشتې په ۲۰مه نېټه د ميدان وردګ ولایت د محاکمو د تېرو فعالیتونو د څېړنو په موخه ياد ولايت ته سفر وکړ.
دغه پلاوي د سفر او ليدنې په پیل کې د ميدان وردګ ولايت د مرافعه محکمې رئیس سره وکتل؛ ورپسې يې د بندیانو ستونزو د څېړلو په موخه د یاد ولایت له مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه، د زندان اړوند ټولو بندیانو بشپړ شهرت، کیفیت، شکایتونه، ستونزې يې له ځان سره وليکل او بیا يې له اړوند محاکمو سره شریک کړل.
د سترې محکمې عالي مقام لخوا ټاکل شوي پلاوي د خپل کاري پلان له مخې د میدان وردګ ولایت د (۸) ولسوالیو له ابتدائیه محاکمو، ښاري او مرافعه محاکمو اړوند دېوانونو، وثایقو آمریت، مخزن، حقوقو آمريت او اختصاصي محکمې څخه په جلا جلا ډول لیدنه وکړه.
دغه پلاوي د څارنې بهیر په ترڅ کې د یادو محاکمو له قضائي، اداري او مالي چارو هر اړخیزه پلټنه وکړه، د محاکمو د قضائي غړو او اداري کارکوونکو د سلوکي او مسلکي اړخونو معلومات يې واخیستل او د چارو د سمون په برخه کې یې ورته لازمې لارښوونې وکړې. 
د قضائي تفتيش پلاوي د محاکمو اړوند شته ستونزې او کاري خنډونه له ځان سره وليکل او د ليدنې په وروستيو کې يې د ستونزو د حل، خنډونو د له منځه وړلو، د شته نېمګړتیاوو د اکمال په اړه د یاد ولایت د مرافعه محکمې له رئيس سره تفاهمي ناسته وکړه او ځينې ستونزې يې په جلا جلا توګه ورسره شريکې کړې.
دغه پلاوي د څارنې او ليدنې په دوام د یاد ولایت د ځينو مسؤولینو سره ناستې وکړې او د محاکمو د فعالیتونو د لا ښه پرمختګ او د ځينو اړوند ستونزو د حل په موخه يې د هغوی نظرونه واورېدل.
ياد پلاوي د میدان وردګ ولايت د محاکمو په وړاندې د شته ستونزو دقیقه او هر اړخیزه څېړنه وکړه.
د قضائي تفتیش د څارنې او پلټنې پلاوي ياد له لاسته راوړنو ډک سفر د ۱۴۴۶ هـ ق کال د ذوالقعدة الحرم میاشتې په لومړۍ نېټه پای ته ورسېد.

Latest news

Sat, Feb 28 2026 11:49 AM
Background image

Brief Report on the Activities of the Dar al-Ifta Directorate of the Supreme Court During the Second Quarter of 1447 AH

During the second quarter of the year 1447 AH, the Dar al-Ifta Directorate of the Supreme Court carried out following important activities:
1. During the second quarter of 1447 AH, the. . .

Sat, Feb 28 2026 11:47 AM
Background image

Brief Report of the Planning and Policy Directorate of the Supreme Court for the Second Quarter of 1447 AH

During the second quarter of 1447 AH, the Planning and Policy Directorate of the Supreme Court carried out the following important activities:
1. During the second quarter, based on. . .

Sat, Feb 28 2026 11:27 AM
Background image

Brief Report of the General Directorate of Judicial Inspection of the Supreme Court for the Second Quarter of 1447 AH

During the second quarter of 1447 AH, the General Directorate of Judicial Inspection of the Supreme Court carried out the following key activities:
1.    The performance of courts in. . .

BACK TO NEWS