د کابل ولايت نشهيي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي ابتدائيه محکمې په يوه مياشت کې (۴۲۹) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د کابل ولایت د نشهيي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي ابتدائیه محکمې په يوه مياشت کې له ( ۱ /۱۲ /۱۴۴۶هـ ق څخه تر ۲۹ /۱۲ /۱۴۴۶هـ ق) نېټې پورې (۴۲۹) دوسيو ته رسېدنه کړې ده؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
د نشهيي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې ته په يوه مياشت کې (۳۴۷) دوسيې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۳) دوسيو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۲۵۰) دوسیې فیصله شوې، (۱۷۶) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.