د زابل ولايت د مرافعه محکمې د نوي رئیس محترم شیخ غلام حضرت (زاهدي) د معرفت غونډه وشوه
د زابل ولايت د مرافعه محکمې لپاره نوی ټاکل شوی رئيس محترم شیخ غلام حضرت (زاهدي)، په ۱۸/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه په يوه غونډه کې، چې د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو ټولو قضائي غړو او اداري کارکوونکو، د ټولو ابتدائيه محاکمو قاضي صاحبانو، د یاد ولايت والي او د علماوو شورا غړو ګډون درلود، معرفي او رسمًا یې دنده پیل کړه.
غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آياتونو په تلاوت پيل شوه؛ ورپسې د هلمند ولايت نظامي محکمې رئيس شیخ محب الله وينا وکړه، د غونډې ګډونوالو ته يې د زابل ولايت مرافعه محکمې لپاره د نوي مقرر شوي رئيس په اړه معلومات وړاندې کړل.
د غونډې په دوام د زابل ولايت مرافعه محکمې نوي رئیس وینا وکړه او په اسلامي نظام کې د محاکمو پر اهميت یې مفصلې خبرې وکړې، وروسته يې د محاکمو مسؤولینو ته لازم هدايات وکړل، ترڅو د محاکمو د ورځنیو چارو د ښه ترسره کېدو او په ټاکلي وخت د محاکمو د مراجعينو د کارونو د ترسره کېدو سبب شي.
دغه راز د زابل والي محترم الحاج ملا شېرمحمد شريف خبرې وکړې، په نظام کې د مسؤولینو بدلون یې د نظام برخه او اصل وباله، د مرافعه محکمې د مخکني رئيس کارونه يې وستایل او د نوي رئیس لپاره یې د الله (جلجلاله) له دربار څخه د کاميابۍ غوښتنه وکړه او نوي رئیس صاحب ته یې د پوره همغږۍ او همکارۍ ډاډ ورکړ.
په وروستيو کې د مرافعه محکمې مخکني رئيس مفتي عبدالجليل (سفيان) خبرې وکړې د زابل ولايت د محاکمو پر کارکوونکو یې خوښي څرګنده کړه او د لا ښه پرمختګ هيله يې وکړه او نوي رئیس صاحب ته یې ډاډ ورکړ، چې د یاد ولایت د محاکمو غړي ښه علماء دي او تر ډېره حده خپلو کارونو ته متوجه دي، د محاکمو له مسؤولینو څخه يې غوښتنه وکړه چې له نوي رئیس صاحب سره په پوره همغږۍ خپلې چارې ترسره کړي.
د یادونې وړ ده، چې محترم شیخ غلام حضرت (زاهدي) له دې مخکې د هلمند ولایت د مرافعه محکمې د رئیس په حیث دنده ترسره کوله او د مشرتابه محترم عالي مقام د ۸۱/۳۱ ګڼې، ۶/۱/۱۴۴۸هـ ق نېټې حکم په اساس تبدیلاً د زابل ولایت د مرافعه محکمې د رئیس په توګه ټاکل شوی دی.
غونډه د دعاء په ويلو پای ته ورسېده.
