د زابل ولايت د مرافعه محکمې د نوي رئیس محترم شیخ غلام حضرت (زاهدي) د معرفت غونډه وشوه

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۱۴:۴۳
د زابل ولايت د مرافعه محکمې د نوي رئیس محترم شیخ غلام حضرت (زاهدي) د معرفت غونډه وشوه

د زابل ولايت د مرافعه محکمې لپاره نوی ټاکل شوی رئيس محترم شیخ غلام حضرت (زاهدي)، په ۱۸/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه په يوه غونډه کې، چې د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو ټولو قضائي غړو او اداري کارکوونکو، د ټولو ابتدائيه محاکمو قاضي صاحبانو، د یاد ولايت والي او د علماوو شورا غړو ګډون درلود، معرفي او رسمًا یې دنده پیل کړه.
غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آياتونو په تلاوت پيل شوه؛ ورپسې د هلمند ولايت نظامي محکمې رئيس شیخ محب الله وينا وکړه، د غونډې ګډونوالو ته يې د زابل ولايت مرافعه محکمې لپاره د نوي مقرر شوي رئيس په اړه معلومات وړاندې کړل.
د غونډې په دوام د زابل ولايت مرافعه محکمې نوي رئیس وینا وکړه او په اسلامي نظام کې د محاکمو پر اهميت یې مفصلې خبرې وکړې، وروسته يې د محاکمو مسؤولینو ته لازم هدايات وکړل، ترڅو د محاکمو د ورځنیو چارو د ښه ترسره کېدو او په ټاکلي وخت د محاکمو د مراجعينو د کارونو د ترسره کېدو سبب شي.
دغه‌ راز د زابل والي محترم الحاج ملا شېرمحمد شريف خبرې وکړې، په نظام کې د مسؤولینو بدلون یې د نظام برخه او اصل وباله، د مرافعه محکمې د مخکني رئيس کارونه يې وستایل او د نوي رئیس لپاره یې د الله (جل‌جلاله) له دربار څخه د کاميابۍ غوښتنه وکړه او نوي رئیس صاحب ته یې د پوره همغږۍ او همکارۍ ډاډ ورکړ.
په وروستيو کې د مرافعه محکمې مخکني رئيس مفتي عبدالجليل (سفيان) خبرې وکړې د زابل ولايت د محاکمو پر کارکوونکو یې خوښي څرګنده کړه او د لا ښه پرمختګ هيله يې وکړه او نوي رئیس صاحب ته یې ډاډ ورکړ، چې د یاد ولایت د محاکمو غړي ښه علماء دي او تر ډېره حده خپلو کارونو ته متوجه دي، د محاکمو له مسؤولینو څخه يې غوښتنه وکړه چې له  نوي رئیس صاحب سره په پوره همغږۍ خپلې چارې ترسره کړي.
د یادونې وړ ده، چې محترم شیخ غلام حضرت (زاهدي) له دې مخکې د هلمند ولایت د مرافعه محکمې د رئیس په حیث دنده ترسره کوله او د مشرتابه محترم عالي مقام د ۸۱/۳۱ ګڼې، ۶/۱/۱۴۴۸هـ ق نېټې حکم په اساس تبدیلاً د زابل ولایت د مرافعه محکمې د رئیس په توګه ټاکل شوی دی.
غونډه د دعاء په ويلو پای ته ورسېده.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۱۵:۴۲
Background image

تحت ریاست رئیس محکمه مرافعه ولایت بادغیس جلسه هفته‌وار دایر گردید

 تحت ریاست الحاج شیخ عبدالخالق (امدادالحق) رئيس عمومی محکمه مرافعه ولایت بادغیس؛ به تاریخ 21/1/1448هـ ق جلسه هفه‌توار دایر گردید.
جلسه با تلاوت چند آیات از کلام الله مجید توسط محترم. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۱۵:۳۳
Background image

رئیس محکمه مرافعه ولایت بغلان از محاکم ابتدائیه ولسوالی‌های اندراب، ده صلاح، پلحصار و خنجان آن ولایت بازدید نمود

 محترم الحاج مولوی شمس‌الله (عزیزی) رئیس عمومی محکمه مرافعه ولایت بغلان؛ به تاریخ ۱۸ و ۱۹ محرم‌الحرام ۱۴۴۸ هـ ق، از محاکم ابتدائیه ولسوالی‌های اندراب، ده‌صلاح، پلحصار و خنجان بازدید به. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۱۴:۱۶
Background image

تحت ریاست رئیس محکمه مرافعه ولایت بلخ جلسه هماهنگی برگزار گردید

تحت ریاست الحاج شیخ غلام الله (عادل) رئیس عمومی محکمه مرافعه ولایت بلخ، با اشتراک رئیس تحریرات مرافعه، حافظ عبدالرحمن (همت) شاروال مزارشریف، مولوی ولایت خان آمر آراضی ریاست زراعت آبیاری. . .

بازگشت به اخبار