د پکتیکا ولایت د وړممۍ ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د مسؤولينو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه
د پکتیکا ولایت د وړممۍ ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د مسؤولینو په هڅو، د علماء کرامو او قومي مشرانو په منځګړیتوب، په ۲۱/۱/۱۴۴۸هـ ق نېټه د قتل یوه موضوع د سولې له لارې حل او فصل شوه.
یاده موضوع د دوو کورنیو ترمنځ د فزیکي شخړې له امله رامنځته شوې وه او یو کس په کې په قتل رسېدلی و.
د ابتدائیه محکمې د مسؤولینو په هڅو او د سيمې د علماءکرامو او قومي مشرانو په منځګړیتوب د مقتول کورنۍ د قاتل له کورنۍ سره سولې ته وهڅول شوه، له ډېرو هڅو او ترغیب وروسته جانبینو سولې ته غاړه کېښوده.
یاده د قتل موضوع د جانبینو تر رضایت وروسته د يوې غونډې په ترڅ کې، چې د سيمې علماء کرامو، قومي مشرانو او سپینږیرو هم په کې ګډون درلود؛ د مقتول کورنۍ له خوا قاتل ته په بخښنې سره په رسمي ډول پای ته ورسېده.
