د بلخ ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۸۶۱) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۵۱۰) وثیقې هم اجرا کړې دي
د بلخ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائیه، د بلخ زون اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په دوو اونيو کې (له ۲۵/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۸ /۲ / ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۸۶۱) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۵۱۰) وثيقې هم اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
په حقوقي برخه کې:
د بلخ ولایت محاکمو ته په دوو اونيو کې (۴۸۱) حقوقي دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۲۹۳) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۱۱۷) دوسیې فیصله شوې، (۲۱۶) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
په جزائي برخه کې:
د بلخ ولایت محاکمو ته په دوو اونيو کې (۲۷۴) جزائي دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۹۷) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۱۱۹) دوسیې فیصله شوې، (۱۹) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
د وثيقو برخه کې:
د بلخ ولایت محاکمو په دوو اونيو کې (۵۱۰) بېلابېلې وثیقې هم اجرا کړې دي.
