د پکتیکا ولایت د ارګون ولسوالۍ ابتدائیه محکمې په انګړ کې یو باب مسجد جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو
د پکتیکا ولایت د ارګون ولسوالۍ ابتدائیه محکمې په انګړ کې یو باب مسجد جوړ او په ۷/ ۲/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه رسمًا د لمونځ کوونکو لپاره ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
دغه مسجد چې د ارګون ولسوالۍ د اداري مجلس د ګډونوالو په مالي ملاتړ يې د جوړېدو چارې پیل شوې وې، په عصري سیستم جوړ شو.
د یادونې وړ ده، چې د امام ابو یوسف (رحمه الله) په نوم یاد مسجد په یو وخت د څه باندې (۴۰) لمونځ کوونکو ظرفیت لري.
