د زابل ولایت مرافعه محکمې د رئیس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

m_admin
Thu, Nov 19 2026 10:01 AM
د زابل ولایت مرافعه محکمې د رئیس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د زابل ولایت مرافعه محکمې ریاست د غونډو په تالار کې د یادې محکمې د عمومي رئیس محترم شیخ‌ الحاج مولوي غلام حضرت (ابوالمنذر) په مشرۍ، د روان ۱۴۴۸هـ ق کال د جمادی ‌الأولی میاشتې په ۲۸مه نېټه اداري غونډه وشوه.

یاده غونډه، چې د مرافعه محکمې د دېوانونو او آمریتونو مسئولینو، د ښاري ابتدائیه محکمې رئیس او د یادې محکمې د دېوانونو مسئولینو په کې ګډون درلود، د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه؛ ورپسې د مرافعه محکمې عمومي رئیس د اداري غونډو پر اهمیت خبرې وکړې وویل، هغه موضوعات چې په انفرادي ډول یې په اړه پرېکړه کول ستونزمن وي، باید اداري غونډې ته وړاندې شي، تر څو په ګډه ورته مناسبه حل‌لاره پیدا شي.

نوموړي همداراز وویل، محاکم په اسلامي نظام کې ځانګړی اهمیت لري، موږ او تاسې د محاکمو کارکوونکي یو؛ د اسلامي امارت له لوري د چارو د ترسره کولو لپاره لازم امکانات زموږ په واک کې راکړل شوي ؛ نو اړینه ده چې موږ هم خپلې دندې په پوره امانتدارۍ، اخلاص او مسئولیت‌پذیرۍ ترسره او اړوند کارونه پر خپل وخت وکړو.

دغه راز، نوموړي د حقوقو آمریت او د حقوقو عمومي مدیریت ته سپارښتنه وکړه، چې د محاکمو قطعي او نهايي فیصلې هماغسې تطبیق کړي، لکه څنګه چې د محاکمو له لوري صادرې شوې دي.

د نوموړي په وینا، د حقوقو مسئولین باید د طرفینو ترمنځ د محکمې له پرېکړې پرته بله پرېکړه ونه کړي؛ بلکې یوازې د محکمې صادرې شوې فیصلې تطبیق کړي او که د کومې فیصلې د تطبیق پر مهال ستونزه رامنځته کېږي، د حل‌لارې موندلو په موخه دې له اړوندې محکمې سره شریکه کړي.

د غونډې په پای کې یو شمېر متفرقه موضوعات هم مطرح شول، چې په اړه یې لازم تصمیمونه ونیول شول او غونډه د دعاء په ویلو سره پای ته ورسېده.

Latest news

Wed, Jun 24 2026 9:45 AM
Background image

Judicial deputy of the Supreme Court Visits Takhar, Samangan, Faryab and Sar-e-Pul Provinces to Review and Improve Court Affairs

H.E. Sheikh Mohammad Qasim (Rasekh), Deputy Chief Justice of the Supreme Court, accompanied by H.E. Hafiz Mawlawi Abdul Wali (Mahmood), Deputy Director of the General Directorate of. . .

Sat, May 16 2026 11:42 AM
Background image

Chief Justice and head of the Supreme Court Visits Kunduz, Badakhshan, Balkh, Jawzjan and Baghlan Provinces

H.E. Sheikh Abdul Hakim Haqqani, Chief Justice and head of the Supreme Court, accompanied by Mawlawi Mohammad Juma “Fayzani”, Director of Planning and Policy of the Supreme Court, Hafiz. . .

Sun, May 10 2026 3:39 PM
Background image

Brief Report on the Activities of the General Directorate of Personnel Affairs of the Supreme Court for the Third Quarter of 1447 AH

During the third quarter of the year 1447 AH, the General Directorate of Personnel Affairs of the Supreme Court carried out the following major activities:
1. For the purpose of. . .

BACK TO NEWS