بامیان ولایت کې دوو مجرمینو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۲ - ۱۰:۴۳
بامیان ولایت کې دوو مجرمینو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

پرون د شنبې په ورځ (۲۸ /۶ /۱۴۴۴ هـ ق) نېټه د بامیان ولایت د ښاري محکمې لخوا دوو مجرمینو ته د غلا د جرم په وجه تعزیري سزا ورکړل شوه.

د یادو دوو مجرمینو چې په جلا، جلا پېښو کې د غلا په جرم نیول شوي وو او له زور او جبر پرته یې په خپلو جرمونو اعتراف او اقرار درلود؛ دوسیې د ښاري ابتدائیه محکمې د جزاء دېوان لخوا څېړل شوې وې.

مجرمینو ته د تعزیري سزا د تطبیق په مناسبت جوړه شوې غونډه کې د بامیان ولایت د محاکمو او نورو ولایتي ادارو پر مسؤولینو سربېره عامو خلکو هم ګډون درلود.

دغه ناستې ته چې د قرانکریم د مبارکو ایاتونو په تلاوت پیل شوه، د دیني عالمانو او مسؤولینو لخوا اصلاحي بیانونه وشول، ورپسې د مجرمینو د دوسیو خلاصه بیان شوه او مجرمینو ته تعزیري سزا تطبیق شوه.

ناسته د دعاء په ویلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۱:۲
Background image

د خوست ولايت مرافعه محکمې لخوا د جزائي اصولنامې د تشرېح په موخه سيمینار جوړ شو

د خوست ولايت مرافعه محکمې رئیس الحاج مولوي عين الله (خليل) لخوا د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله تعالی) له طرفه د توشېح شوې جزائي اصولنامې د تشرېح او لا ښه پوهاوي په موخه؛ په ۲۶/ ۷/. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۱۵:۲۴
Background image

د کابل ولايت ښاري ابتدائیه محکمې لخوا یوه متهم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د کابل ولایت ښاري ابتدائیه محکمې څلورم زون د جزا دېوان د پرېکړې له مخې یو تن ته چې په زنا متهم و؛ په ۲۷ / ۷ /۱۴۴۷هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.

د جزا دېوان یاد متهم په دوه کاله تنفیذي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۱۵:۲۲
Background image

د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د لغمان ولایت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

د سترې محکمې د محترم عالي مقام په هدایت د قضائي پلټنې د عمومي ریاست یوه مؤظف پلاوي د محترم مولوي فیض الرحمن (نثار) په مشرۍ؛ چې مولوي عبدالحلیم (مظهري) او مولوي اختر محمد (مظهري) يې. . .

بیا په خبرونو کی