خبرتیا

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۳/۲۲ - ۱۰:۲۴
خبرتیا


د افغانستان اسلامي امارت د سترې محکمې تدارکات پر شرایطو برابر ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د ۱۴۰۲ هـ ش مالي کال لپاره ددې مقام د آرشیف آمریت او سوانحو ریاست د اسنادو ساتلو لپاره د (۳۸) بابه فلزي الماريو د نوي جوړښت او نصب کولو په داوطلبۍ کې ګډون وکړي، د شرطپاڼې نقل د مالي او اداري عمومي ریاست د تدارکاتو له آمریت څخه په فلش یا ډسک کې ترلاسه کړئ، خپل آفزونه په شرطپاڼه کې د ذکر شویو شرطونو او د تدارکاتو قانون او طرزالعمل په رڼا کې  په سربسته او تړلي ډول ددې خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه تر ۱۴۰۲/۴/۱۴ هـ ش نېټې تر ۱۰:۳۰ بجو پورې د کابل ښار د عامي روغتیا څلور لارې ته څېرمه د سترې محکمې د تدارکاتو عمومي مدیریت ته وسپاري، تر یادې نېټې وروسته او د انټرنیټ له لارې را رسیدلي آفزونه د منلو وړ نه دي.
د آفز تضمین [ په بانکي ډول] (۳۵۰۰۰) افغانۍ دی د آفزونو پرانیسته ۱۴۰۲/۴/۱۴ هـ ش نېټه مخکې له غرمې ۱۰:۳۰ بجو په ستره محکمه کې ترسره کیږي.
نوټ: د آفزونو د پرانیستي څخه تر مخ ناسته ۱۴۰۲/۴/۴ هـ ش نېټه د سترې محکمې په تدارکاتو آمریت کې ترسره کیږي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۳:۴۸
Background image

د زابل‎ ولايت ښاري ابتدائیه محکمې مسؤولينو په هڅو، د قتل اړوند (۳۳) کلنه موضوع حل او فصل شوه

د زابل ولایت ښاري ابتدائیه محکمې اړوند جزا دېوان په هڅو؛ قومي مشرانو، سپین‌ږیرو او علماء کرامو په منځګړیتوب، په ۲۴/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه، (۳۳) کاله مخکې رامنځته شوې موضوع چې درې کسان په کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۳:۴۲
Background image

د پکتیا زون نظامي محکمې مسؤولینو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

د پکتیا زون نظامي محکمې رئیس شیخ عبدالجلیل آغا (حسیني) او قضائي غړو په ډېرو هڅو او ترغیب، د قومي مشرانو، سپین‌ږیرو او مصلحینو په منځګړیتوب، د عمدي قتل موضوع، په ۸/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه حل. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۰:۲
Background image

د غزني ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د غزني ولايت مرافعه محکمې رئیس الحاج مفتي عزیزالله (حیدري) په مشرۍ، د ښاري ابتدائیه محکمې رئيس، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د دېوانونو رئيسانو په ګډون، په ۲/ ۱۱/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه. . .

بیا په خبرونو کی