د سترې محکمې د قضائي تفتیش عمومي ریاست مسلکي غړو د لوګر ولایت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۴ - ۱۱:۳۷
د سترې محکمې د قضائي تفتیش عمومي ریاست مسلکي غړو د لوګر ولایت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

د سترې محکمې د محترم مقام په هدایت او د قضائي تفتیش د عمومي رئیس په امر یوه مؤظف پلاوي د ۱۴۴۴هجري قمري کال د جمادي الثاني میاشتې په ۷مه نېټه د لوګر ولایت د محاکمو د فعالیتونو د څیړلو په موخه یاد ولایت ته سفر وکړ.

یاد پلاوي په پیل کې د لوګر ولایت د مرافعه محکمې له رئیس سره ولیدل؛ ورپسې یې د خپل کاري پلان له مخې د دغه ولایت د شپږو ولسوالیو له ابتدائیه محاکمو، د ښاري محکمي له ریاست او اړوند دېوانونو او د مرافعه محکمې ریاست له اړوند دېوانونو څخه جلا، جلا لیدنه وکړه.

د تفتیش د دغه پلاوي د پلټنیز بهیر په ترڅ کې د یادو محاکمو د قضائي او مالي چارو هر اړخیزه پلټنه ترسره شوه او د محاکمو د قضائي او اداري کارکوونکو د چلند او مسلکي اړخونو پوره معلومات حاصل شول او د چارو د لا سمون په برخه کې د یادو محاکمو مسؤولینو ته لازمې لارښوونې وشوې.

پلاوي د محاکمو اړوند شته ستونزې، کاري خنډونه او لوژستیکي نیمګړتیاوې له ځان سره یاداښت کړل او په لومړي قدم کې یې د ښاري محکمې په دېوانونو کې د شته مشکلاتو د حل په موخه د ښاري محکمې له رئیس سره وکتل، ورپسې یې د ستونزو د هواري، د خنډونو د له منځه وړلو او د نیمګړتیا وو د اکمال په موخه د لوګر ولایت د مرافعه محکمې له رئیس سره ناسته ترسره کړه او ټول مشکلات یې په جلا، جلا توګه ورسره شریک کړل.

دغه راز یاد پلاوي د بندیانو د احوال د څېړلو په موخه د لوګر ولایت له مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه او د یاد محبس اړوند نارینه او ښځینه بندیانو بشپړ شهرت، کیفیت او وړاندیزونه یې له ځان سره نوټ او بیا یې له اړوند محاکمو سره شریک کړل.

په دې سربېره مؤظف پلاوي د یاد ولایت د محاکمو له برحاله قضاتو څخه ازمونیه واخیسته.

د پلټنې دغه پلاوي د خپل سفر په پای کې د لوګر ولایت د مقام د دفتر له رئیس، د استخباراتو له رئیس، امنیه قوماندان او د عدلیې له رئیس سره ولیدل او د محاکمو د فعالیتونو د لاښه پرمختګ او د ځینو مربوطه ستونزو د حل په باره کې یې د هغوی نظرونه واورېدل.

د قضائي تفتیش د پلټنې پلاوي د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د جمادي الثاني میاشتې په ۱۸مه نېټه خپل سفر په داسې حال کې چې له لاسته راوړنو ډګ و پای ته ورساوه او ټول پلټنیز اجراآت یي د بشپړ راپور په بڼه چمتو او د سترې محکمې د محترم مقام درانه حضور ته وړاندې کړل.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۴:۲
Background image

د خوست ولایت محاکمو په يوه مياشت کې (۳۸۹) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۳۱) وثیقې هم اجرا کړې دي

د خوست ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه، اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۳۰/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۳۸۹) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۲۳۱). . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۳:۴۷
Background image

د سترې محکمې دعوت او ارشاد ریاست د ۱۴۴۷هـ ق کال د درېيمې ربعې لنډ راپور

د سترې محکمې دعوت او ارشاد ریاست د ۱۴۴۷هـ ق کال په درېیمه ربعه کې لاندې عمده فعاليتونه ترسره کړي دي:
۱ـ هره ورځ د سهار له لمانځه وروسته د سترې محکمې د محافظتي قطعې مجاهدینو ته د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۰:۳۲
Background image

د کابل ښار د سندونو او وثیقو د ثبت شپږو آمریتونو په دوو اونيو کې (۱۱۵۲) بېلابېلې وثیقې اجرا کړې دي

د کابل ښار د سندونو او وثيقو د ثبت شپږو آمريتونو په دوو اونيو کې (له ۱/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۱۶/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۱۱۵۲) بېلابېلې وثيقې اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي:
. . .

بیا په خبرونو کی