د سترې محکمې دعوت او ارشاد ریاست د ۱۴۴۷هـ ق کال د درېيمې ربعې لنډ راپور

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۳:۴۷
د سترې محکمې دعوت او ارشاد ریاست د ۱۴۴۷هـ ق کال د درېيمې ربعې لنډ راپور

د سترې محکمې دعوت او ارشاد ریاست د ۱۴۴۷هـ ق کال په درېیمه ربعه کې لاندې عمده فعاليتونه ترسره کړي دي:
۱ـ هره ورځ د سهار له لمانځه وروسته د سترې محکمې د محافظتي قطعې مجاهدینو ته د قرآنکریم تفسیر او ترجمه شوې ده.
۲ـ هغو کارکوونکو ته چې لیک او لوست نه لري، د لمانځه الفاظ، شپږ کلمې، نوراني قاعده، د قرآنکریم زده کړه او نور اړین مسایل تدریس شوي، هغو کارکوونکو ته چې لیک او لوست لري، په تجوید سره د قرآنکریم زده کړه او نور دیني او شرعي احکام ور ښودل شوي دي.
۳ـ هره ورځ د ماپښین تر لمانځه وروسته د سترې محکمې د ټولو ریاستونو کارکوونکو ته د امربالمعروف او نهي عن المنکر وزارت لخوا د ورکړل شوي درسي نصاب؛ نیم ساعت درس تدريس شوی دی.
۴ـ د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د فرمان مطابق د امربالمعروف او نهي عن المنکر قانون، فرمانونو، حکمونو، هدایاتو او لارښوونو جریده، د لارښوونې کتاب، د شرعي نظام په استحکام کې د اطاعت اغېزې، د لمانځه د اقامې په اړه فرمان او توصیې او د بدو رواجونو د مخنیوي په اړه فرمان تدریس شوي دي.
۵ـ په هره اونۍ کې دوه ځلې د سترې محکمې ټولو غړو ته اصلاحي بیان شوی او د سترې محکمې د محافظتي قطعې مجاهدینو ته په بېلابېلو وختونو کې د نظامي درسونو اړوند کتابونو تدریس شوي دي.
۶ـ درې ځله د سترې محکمې مرکزي ریاستونو نظارت شوی؛ هغوی ته د لا ښه فعالیتونو ترسره کولو لپاره نېکې سپارښتنې شوې دي. 
۷ـ د سترې محکمې محترمو شیوخ کرامو، رئیسانو، آمرينو، قاضیانو او قضائي غړو ته درې مذاکراتي غونډې جوړې شوې دي.
۸ـ درې ځله د کابل ولایت مرافعه، وثایقو، قضائي زده کړو، ښاري ابتدائیه، نشه‌يي توکو او نظامي محاکمو، د حقوقو عمومي ریاست او د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو ریاست اړوند منسوبینو نظارت شوی او هلته د اصلاحاتو په موخه ځانګړې جلسې جوړې شوې دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۱۴:۳
Background image

د سترې محکمې نظامي مرستيال په مشرۍ يوه پلاوي غزني زون ته سفر وکړ

د سترې محکمې د نظامي مرستیال الحاج مولوي محمدګل (صیاد) صاحب په مشرۍ یوه پلاوي، چې د نظامي معاونیت عضو مفتي مستشار الحاج مفتي محمد (عمري) او د یاد معاونیت  عضو محرر مستشار الحاج مولوي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۸ - ۱۰:۲۶
Background image

محاکم ولایت سمنگان طی دو هفته علاوه بر رسیدگی به (۱۷۳) دوسیه، به تعداد (۱۱۰) قطعه وثایق را نیز اجرا نموده‌است

محاکم مرافعه، وثایق، ابتدائیه شهری و ابتدائیه ولسوالی‌های ولایت سمنګان طی دو هفته (از ۱ /۳ /۱۴۴۸هـ ق الی ۱۳ /۳ /۱۴۴۸هـ ق) علاوه بر رسیدگی به (۱۷۳) دوسیه، به تعداد (۱۱۰) قطعه وثایق را. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۷ - ۱۱:۴۲
Background image

د کابل ولایت د مرافعه محکمې د مرستیال په مشرۍ د وثیقو او سندونو د ثبت د شپږو آمریتونو له آمرینو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د کابل ولایت د مرافعه محکمې مرستیال ابوالاعجاز مفتي محمد مبین (الطاف)؛ د کابل ولایت د وثیقو او سندونو د ثبت د شپږو آمریتونو له آمرینو سره، په ۱۱/ ۳/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه د همغږۍ غونډه وکړه.
په. . .

بیا په خبرونو کی