د سترې محکمې رئیس او قاضي القضات د کندهار له نظامي محکمې څخه لیدنه وکړه

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۸/۲۹ - ۱۱:۵۷
د سترې محکمې رئیس او قاضي القضات د کندهار له نظامي محکمې څخه لیدنه وکړه

د سترې محکمې رئیس او قاضي القضات محترم شیخ عبدالحکیم (حقاني) پرون چهارشنبې (۱۴۴۴/۴/۱۴) نېټه کندهار ولایت ته د سفر پر مهال د دغه ولایت له نظامي محکمې څخه لیدنه وکړه.

محترم شیخ عبدالحکیم (حقاني) د کندهار له نظامي محکمې څخه د لیدنې پر مهال د دې محکمې له مسؤولینو سره وکتل.

شیخ صاحب د دې لیدنې پر مهال د نظامي محکمې مسؤولینو ته هدایت وکړ چې د بې برخلیکه بندیانو دوسیو ته عاجله رسېدنه وکړي.

محترم شیخ صاحب د یادې محکمې مسؤولینو ته وویل، ټولو هغو دوسیو ته چې محکمې ته راجع کېږي پر ټاکلي وخت شفافه، اصولي او شرعي توګه رسېدنه وکړئ.

دغه راز شیخ صاحب له ظالم څخه مظلوم ته د حق په سپارلو د ټینګار ترڅنګ وویل، د هېچا مرتبې او مقام ته مه ګورئ، له ټولو مجرمانو سره (که لوړپوري چارواکي او که عادي کسان وي) د شریعت او قانون مطابق چلند وکړئ.

پر دې سربېره د سترې محکمې رئیس او قاضي القضات د محاکمو د چارو د لا بهبود په خاطر د یادې نظامي محکمې مسؤولینو ته ځینې لازم هدایات او سپارښتنې وکړې.

د یادونې وړ ده چې محترم شیخ صاحب په همدې نېټه کندهار ولایت کې د جنوب لویدیځ زون د تمیز له ریاست څخه هم لیدنه کړې وه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۱:۳
Background image

د روزګان ولايت مرافعه محکمې يوه پلاوي د یاد ولايت له عمومي محبس څخه ليدنه وکړه

د روزګان ولایت مرافعه محکمې عمومي رئيس الحاج شیخ محمود (ابوالفیض) په هدایت، د دې محکمې د جزا دېوان رئیس مفتي دوست محمد (سعید) په مشرۍ يوه پلاوي، چې د مدني دېوان رئیس مولوي محمدنعیم، د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۱:۱
Background image

د پکتیکا ولایت ښاري ابتدائیه محکمې د مسؤولينو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

د پکتیکا ولایت ښاري ابتدائیه محکمې د مسؤولینو په هڅو؛ د علماء کرامو او قومي مشرانو په منځګړیتوب، په ۱۷ /۷ /۱۴۴۷ هـ ق نېټه د قتل موضوع د سولې له لارې حل او فصل شوه.
یاده موضوع شپږ میاشتې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۱:۲
Background image

د خوست ولايت مرافعه محکمې لخوا د جزائي اصولنامې د تشرېح په موخه سيمینار جوړ شو

د خوست ولايت مرافعه محکمې رئیس الحاج مولوي عين الله (خليل) لخوا د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله تعالی) له طرفه د توشېح شوې جزائي اصولنامې د تشرېح او لا ښه پوهاوي په موخه؛ په ۲۶/ ۷/. . .

بیا په خبرونو کی