د سترې محکمې رئیس محترم شیخ عبدالحکیم (حقاني) صاحب ننګرهار ولایت ته سفر وکړ

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۵ - ۸:۲۹
د سترې محکمې رئیس محترم شیخ عبدالحکیم (حقاني) صاحب ننګرهار ولایت ته سفر وکړ

د پنجنشنې په ورځ (د روان ۱۴۴۵ هـ ق کال د محرم الحرام میاشتې په ۱۷مه نېټه) د سترې محکمې رئیس او قاضي القضات محترم شیخ عبدالحکیم (حقاني) صاحب ننګرهار ولایت ته د سفر پر مهال د یاد ولایت د مرافعه محکمې او ښاري ابتدائیه محکمې له قضائي او اداري کارکوونکو سره د مرافعه محکمې د غونډو په تالار کې وکتل.

د سترې محکمې رئیس او قاضي القضات صاحب د یادې لیدنې پر مهال د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو قضائي او اداري کارکوونکو د قضاء مسلک اړوند تفصیلي وینا وکړه او دوی یې خپلو دندو ته متوجه کړل.

شیخ صاحب د خپلو خبرو په جریان کې په محاکمو او دواوینو کې د چارو پر شفافیت او قضائي چارو ته پر جدي پاملرنه ټینګار وکړ او د ناستې ګډونوالو ته په خطاب کې یې وویل، خپلو دندو ته پوره پابند اوسئ، له جدي ضرورت پرته غیرحاضري مه کوئ، د مراجعینو دوسیو او قضیو ته د اسلامي شریعت په رڼا کې رسېدنه وکړئ او له دوی سره ښه چلند کوئ.

د غونډې په پای کې د ننګرهار د مرافعه محکمې رئیس د یاد ولایت د محاکمو ضروریات او اړتیاوې د سترې محکمې له رئیس او قاضي القضات محترم شیخ عبدالحکیم (حقاني) صاحب سره شریکې کړې او ناسته د دعا په ویلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۵:۵۲
Background image

په ننګرهار ولايت کې شپږو مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د ننګرهار ولايت شېرزادو ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې شپږو کسانو ته د روژې خوړلو په جرم؛ په ۱۴/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد مجرمين پر دو ـ دو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۵:۴۳
Background image

په پکتیکا ولايت کې دوو مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د پکتیکا ولایت جاني خېل ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې دوو کسانو ته د نامشروع اړیکو په جرم؛ په ۱۴/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل .شوه
ابتدائیه محکمې یاد مجرمين په دوه ـ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۰:۱۲
Background image

په فراه ولايت کې پنځو مجرمينو او متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د فراه ولایت بالابلوک ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې د يوې ښځې په ګډون پنځو کسانو ته د نامشروع اړيکو په جرم او غلا په تور، په ۱۳/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائ. . .

بیا په خبرونو کی