د سترې محکمې محترم رئيس او قاضي‌القضات کندوز، بدخشان، بلخ، جوزجان او بغلان ولايتونو ته سفر وکړ

m_admin
شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۰:۳۱
د سترې محکمې محترم رئيس او قاضي‌القضات کندوز، بدخشان، بلخ، جوزجان او بغلان ولايتونو ته سفر وکړ

د سترې محکمې رئيس او قاضي‌القضات محترم شيخ عبدالحکيم (حقاني) صاحب؛ چې د سترې محکمې د پلان او پاليسۍ رئيس مولوي محمد جمعه (فیضاني)، د قضائي تفتيش عمومي رياست مرستيال حافظ مولوي عبدالولي (محمود) او د یاد رياست قضائي غړي مولوي فقیر محمد (منيب) يې ملتيا کوله، د محاکمو د چارو د نظارت او لا بهبود، د محاکمو او نورو امارتي ادارو ترمنځ د همکارۍ او همغږۍ د تقویې، د هېوادوالو د ستونزو اورېدو او د ولایتي محاکمو د اړتیاوو د تشخیص او پوره کولو په موخه، د ۱۴۴۷هـ ق کال د ذوالقعدة الحرام میاشتې په ۱۶مه نېټه، کندوز، بدخشان، بلخ، جوزجان او بغلان ولايتونو ته سفر پیل کړ.
د سترې محکمې رئيس او قاضي‌القضات محترم شيخ عبدالحکیم (حقاني) صاحب په یاد سفر کې د هر ولایت د محاکمو له قضائي، اداري او نظامي مسؤولینو او منسوبینو سره وکتل، د محاکمو د تېرو فعالیتونو نظارت یې وکړ، د محاکمو اړتیاوې یې واورېدې او هېوادوالو ته د غوره خدماتو وړاندې کولو په موخه یې له هغوی سره تفصیلي خبرې اترې وکړې.
په دې سربېره محترم شیخ صاحب د هر ولایت د امنیتي، عدلي، اداري او نورو ادارو له مسؤولینو او منسوبینو سره هم وکتل، هغوی ته یې د امارتي ادارو ترمنځ د قوي همغږۍ او د اړتیا پر مهال له یو بل سره د اصولو په رڼا کې د لازمې همکارۍ هدایت وکړ.
محترم شیخ عبدالحکیم (حقاني) صاحب د محاکمو په ګډون د ولایتي امارتي ادارو مسؤولینو او منسوبینو ته د چارو د ښه‌والي، ستونزو ته د غوره رسېدنې او اړونده موضوعاتو په اړه لازمې لارښوونې او هدايات وکړل؛ په ادارو کې د اتحاد، یووالي او د اسلامي نظام د پیاوړتیا پر ارزښت یې ټینګار وکړ وویل، الحمدلله نن د ملک په ټوله خاوره اسلامي نظام حاکم دی او د کوم بهرني ځواک لاس‌وهنه په کې نشته.
محترم شیخ صاحب مسؤولینو ته هدایت وکړ، چې له ولس سره نرم، نېک او اسلامي چلند وکړئ، څو خلک د امن، هوساینې او ډاډ په فضا کې ژوند وکړي، ټول مسؤولین باید خپلو دندو او مسؤولیتونو ته په جدي ډول متوجه اوسي، هېچا ته اجازه نشته چې په خپل سر کوم مجرم ته سزا ورکړي، د مجرم او بندي سره دې ښه چلند او سلوک وشي، تر څو همدا مجرم سبا تر ازادۍ وروسته په ټولنه کې د اسلامي نظام او جامعې د ښېګڼې لپاره کار وکړي.
د سترې محکمې محترم رئیس او قاضي‌القضات شیخ صاحب زیاته کړه، مجرمین باید له ښه چلند وروسته اړوند ارګانونو ته وسپارل شي؛ تر څو د اسلامي شریعت له مخې ورته د جرم مطابق سزا وټاکل شي، له بندیانو او مجرمینو سره هر ډول ظلم، زیاتی او ناوړه چلند د منلو وړ نه دی او باید په کلکه ترې ډډه وشي، د ولس شتمنیو ته په پوره صداقت او احساس  متوجه اوسئ، تر څو د الله تعالی رضا ترلاسه او د خلکو اړتیاوو ته پر وخت رسېدنه وشي.
دغه راز محترم شيخ صاحب د محاکمو مسؤولينو ته وویل، ټول مسؤولين په آزموینه کې قرار لرو، خو البته قاضيان په لویه آزموینه کې قرار لري، دا چې الله (جل‌جلاله) موږ ته دغه اسلامي نظام راکړی، دا لوی نعمت دی؛ باید شکر يې ادا کړو، په ټول افغانستان کې اوس قوم پرستي، سمت پرستي او لسان پرستي ختمه شوې ده، شکر يې دا دی، چې موږ د الله (جل‌جلاله) نظام د دې ملک په وګړو باندې نافذ کړو او شرعي نظام عملي کول د محاکمو په وساطت کېږي؛ ځکه چې د مجرم ټوله دوسیه او دلایل قاضي ته سپارل کېږي.
په دې سربېره د سترې محکمې محترم رئیس او قاضي‌القضات د محاکمو مسؤولينو ته لاندې ځانګړي هدايات وکړل:
1.    د مسؤوليت مثال په جهنم باندې د پل صراط غوندې دی، که چېرته مسؤول په خپل مسؤوليت کوږ روان شو ( په ښه ډول یې ترسره نه کړ)؛ نو د قیامت په ورځ به د پل صراط په څېر ورته سخته وي.
2.    ترڅو مو چې په موضوع کې پوره څېړنه نه وي کړې او ډاډ مو نه وي حاصل شوی، فيصله به نکوئ، کله چې پوره ډاډ حاصل شو، بیا فیصله صادره کړئ.
3.    له مراجعينو سره باید ښه اخلاق وکړو، محکوم او محکوم علیه ته قناعت ورکړو، خپل عذر ورته بیان کړو، محکوم له ته هم توصیه وکړو، چې که تا محکمې ته د دروغو شاهدان راوستلي وي او یا دې جعلي اسناد جوړ کړي او په حقیقت کې ستا نه وي؛ نو محکوم بها مه اخله، محکوم علیه ته هم باید توصيه وشي، چې د مرافعه طلبۍ او تميز طلبۍ حق هم لري.
4.    مرافعه محاکم د ابتدائیه محاکمو په سر مشرتوب لري، باید د ټولو ابتدائیه محاکمو له غړو او چارو پوره پوره نظارت وکړي، که د قضائي غړو ترمنځ همغږي موجوده نه وي، باید همغږي رامنځته کړي او د محاکمو ستونزو ته ژر او په خپل وخت رسېدنه وکړي.
5.    که په فيصله کې څومره نواقص موجود وو؛ باید ټول ابتدائیه محکمې ته په ګوته شي او هر نقض باید مدلل وي.
6.    مرافعه محکمې ته چې کله موضوعات راځي، اړوند دېوانونه باید د ابتدائیه محاکمو فيصلو ته د تائيد په نظر وګوري، تر څو تائيد شي، که چېرته یې  نواقض درلودل، هغه ورته په ګوته کړو.
7.    د افغانستان عام خلک پر موږ حق لري، چې د دوی خدمت وکړو؛ دوی له موږ څخه اميد لري، چې د مظلوم حق له ظالم څخه واخيستل شي او د ظلم مخنيوی وشي.
8.    مسؤول باید د خپلو مشرانو اطاعت وکړي، چې د شريعت موافق وي؛ ځکه چې د اسلامي نظام تحکم او د بقاء لپاره لویه ذریعه اطاعت دی.
9.    کوښښ وکړو، چې د چا سره ظلم ونکړو؛ ځکه چې الله (جل‌جلاله) هغه نظام ته چې ظلم کوي بقاء نه ورکوي.
10.    له بيت المآل سره باید ډېر احتیاط وکړو؛ ځکه چې که بل هېڅوک د بیت المآل د مصرف حساب راسره ونکړي، نو الله (جل‌جلاله) خو به حتمن حساب راسره کوي.
11.    هر ماتحت مسؤول باید د خپل مافوق مسؤول اطاعت وکړي.
12.    داسې اخلاق باید وکړو، چې غیر مسلم هم زموږ د اخلاقو له وجې متاثره شي.
13.    کوښښ کوئ چې د تهمت له ځایونو څخه ځان وساتئ، که هغه تهمت په ملاقاتونو، مېلمستیاوو او یا نورو ځایونو کې وي.
د سترې محکمې د محترم رئيس او قاضي‌القضات یاد لس ورځنی سفر د روان ۱۴۴۷هـ ق کال د ذوالقعدة الحرام میاشتې په ۲۵مه نېټه پای ته ورسېد.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۰:۴۲
Background image

د بلخ ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۶۹۴) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۴۷۷) وثیقې هم اجرا کړې دي

د بلخ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائیه، د بلخ زون اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په دوو اونيو کې (له ۱۵/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۲۷ /۱۱ / ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۶۹۴) دوسيو ته پر رسېدنه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۰:۳۷
Background image

د ننګرهار زون نظامي محکمې سرپرست رئيس د کونړ او ختیځ نورستان له نظامي محکمې ليدنه وکړه

د ننګرهار زون نظامي محکمې سرپرست رئیس مولوي عبدالحمید (صمیم) د یادې محکمې د محرر مولوي معراج احمد (صهیب) په ملتیا، په ۲۷/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه د کونړ او ختیځ نورستان له ابتدائیه نظامي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۰:۳۱
Background image

د سترې محکمې محترم رئيس او قاضي‌القضات کندوز، بدخشان، بلخ، جوزجان او بغلان ولايتونو ته سفر وکړ

د سترې محکمې رئيس او قاضي‌القضات محترم شيخ عبدالحکيم (حقاني) صاحب؛ چې د سترې محکمې د پلان او پاليسۍ رئيس مولوي محمد جمعه (فیضاني)، د قضائي تفتيش عمومي رياست مرستيال حافظ مولوي عبدالولي. . .

بیا په خبرونو کی