د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان په اساس ننګرهار ولایت کې د زندانیانو د دوسیو څېړلو بهیر پیل شو

m_admin
شنبه ۱۴۰۱/۱۰/۱۷ - ۱۰:۴۴
د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان په اساس ننګرهار ولایت کې د زندانیانو د دوسیو څېړلو بهیر پیل شو

د روان ۱۴۴۴ هـ ق کال د جمادی الاول میاشتې په ۷مه نېټه د زندانیانو د دوسیو د څېړلو او د هغوی دوسیو ته په ټاکلي وخت د رسېدو برخه کې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان د تطبیق په موخه د ننګرهار ولایت د استیناف محکمې، د دغه ولایت د استخباراتو، امنیه قوماندانۍ او مرکزي محبس د مسؤولینو ترمنځ ناسته ترسره شوه.

په یاده ناسته کې چې د استیناف محکمې د رئیس شیخ محمدګلاب (فاروقي) په مشرۍ جوړه شوې وه،  د بندیانو د دوسیو او احوالو معلومولو په اړه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د صادر شوي فرمان په اړه تفصیلي خبرې وشوې.

د یادو خبرو په نتیجه کې د شیخ محمدګلاب (فاروفي) په مشرۍ د یادو ادارو ګډ کمېسیون جوړ شو او په (۸ /۶ /۱۴۴۴ هـ ق) نېټه یې په عملي ډول له مرکزي زندان څخه کار پیل کړ.

د یادونې وړ ده چې یاد کمېسیون به هره اونۍ کې درې ورځې (یک شنبه، سه شنبه او پنجشنبه) له زندانونو لیدنه کوي، هڅه به وکړي چې د زندانیانو دوسیو ته په ټاکلي وخت رسېدنه وشي او زندان کې هېڅ بندي بې برخلیکه پاتې نه شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۴:۱۷
Background image

د لوګر ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د لوګر ولایت مرافعه محکمې رئیس الحاج شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ؛ د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د دېوانونو رئيسانو، د علماوو شورا مرستيال، د امنيتي ادارو او د فرمانونو او حکمونو د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۴:۱۳
Background image

د سترې محکمې د اداري مرستيال په مشرۍ یوه لوړ رتبه هيئت د کونړ ولايت د محاکمو او نورو امارتي ادارو له مسؤولينو سره وکتل

د سترې محکمې د اداري مرستيال محترم شيخ سخاءالله (سعيد) صاحب په مشرۍ یوه لوړ رتبه هيئت، چې د سترې محکمې د دارالانشاء عمومي رئيس محترم مفتي عبدالرشيد (سعيد)، د کارکوونکو چارو عمومي رئيس. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۰:۵۳
Background image

د بلخ ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۶۰۵) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۷۴۸) وثیقې هم اجرا کړې دي

د بلخ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائیه، د بلخ زون اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په دوو اونيو کې (له ۱/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۱۳ /۱۱ / ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۶۰۵) دوسيو ته پر رسېدنه. . .

بیا په خبرونو کی