د لغمان د استیناف رئیس د علینګار ابتدائیه محکمې څخه لیدنه وکړه

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۸/۲۹ - ۱۱:۵۷
د لغمان د استیناف رئیس د علینګار ابتدائیه محکمې څخه لیدنه وکړه

د ۱۴۴۴کال د ربیع الثاني میاشتې په ۱۴مه نېټه د لغمان ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس مفتي عبدالله (فرقاني) د دغه ولایت د علینګار ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې څخه لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې چې د لغمان ولایت د استیناف محکمې د جزاء دېوان رئیس مفتي عارف الله(عنایت) او د تحریراتو امر شفیع الله(عابد) د استیناف محکمې د رئیس ملتیا کوله د یادې محکمې له قضائي او اداري چارواو دغه راز د حاضرۍ له کتاب څخه لیدنه وکړه.

د محکمې مسؤولینو او کارکوونکو ته یې حاضرۍ ته پر پابندۍ او په چارو کې د شفافیت په اړه لازم هدایات ورکړل او زیاته ئې کړه چې د خلق الله کارونه په خپل وخت ترسره کړئ، له مراجعینو سره ښه چلند کوئ، ترڅو دا ځورېدلی ملت نور ونه ځورېږي.

ورپسې د جزاء دېوان رئیس د جزائي دوسیو په اړه لازم توضیحات ورکړل، اداري برخه کې یې د یادې محکمې د چارو د اصلاح او لا بهبود په موخه د ابتدائیه محکمې کارکوونکو ته لازمې لارښوونې وکړې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۱:۳
Background image

د روزګان ولايت مرافعه محکمې يوه پلاوي د یاد ولايت له عمومي محبس څخه ليدنه وکړه

د روزګان ولایت مرافعه محکمې عمومي رئيس الحاج شیخ محمود (ابوالفیض) په هدایت، د دې محکمې د جزا دېوان رئیس مفتي دوست محمد (سعید) په مشرۍ يوه پلاوي، چې د مدني دېوان رئیس مولوي محمدنعیم، د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۱:۱
Background image

د پکتیکا ولایت ښاري ابتدائیه محکمې د مسؤولينو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

د پکتیکا ولایت ښاري ابتدائیه محکمې د مسؤولینو په هڅو؛ د علماء کرامو او قومي مشرانو په منځګړیتوب، په ۱۷ /۷ /۱۴۴۷ هـ ق نېټه د قتل موضوع د سولې له لارې حل او فصل شوه.
یاده موضوع شپږ میاشتې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۱:۲
Background image

د خوست ولايت مرافعه محکمې لخوا د جزائي اصولنامې د تشرېح په موخه سيمینار جوړ شو

د خوست ولايت مرافعه محکمې رئیس الحاج مولوي عين الله (خليل) لخوا د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله تعالی) له طرفه د توشېح شوې جزائي اصولنامې د تشرېح او لا ښه پوهاوي په موخه؛ په ۲۶/ ۷/. . .

بیا په خبرونو کی