د لغمان د مرافعه محکمې رئیس د دغه ولایت د ښاري ابتدائیه او علیشنګ ولسوالۍ له محاکمو لیدنه وکړه

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۲/۱۷ - ۱۳:۴۸
د لغمان د مرافعه محکمې رئیس د دغه ولایت د ښاري ابتدائیه او علیشنګ ولسوالۍ له محاکمو لیدنه وکړه

د ۱۴۴۴ هـ ق کال د شوال المکرم میاشتې په ۱۰مه نېټه د لغمان ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس ښاغلي مفتي عبدالله (فرقاني) د یاد ولایت له ښاري محکمې څخه لیدنه وکړه.

د مرافعه محکمې رئیس د یادې محکمې له قضاتو او اداري کارکوونکو سره ګډه ناسته وکړه، په دې ناسته کې یې ټول منسوبین خپلو دندو او مسؤولیتونو ته متوجه کړل او وویل، زموږ اوستاسو هدف صرف او صرف د الله تعالی رضا او په ټولنه کې د عدالت تأمینول دي او په دې برخه کې باید ډېر کوښښ وشي ترڅو حق حقدار ته وسپارل شي، له ظالم څخه د مظلوم پوښتنه وشي او د ظلم له امله په خپله سزا ورسېږي.

وروسته د مرافعه محکمې رئیس د لغمان ولایت د ښاري ابتدائیه محکمې د رئیس محترم مولوي امیرحمزه په ملتیا علیشنګ ولسوالۍ ته سفر وکړ ترڅو  د یادې ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې چارې له نږدې وګوري.

د مرافعه محکمې رئیس د علیشنګ ولسوالۍ ابتدائیه محکمې حاضري او نورې چارې له نږدې څخه ولیدلې  او د دې محکمې منسوبینو ته په خطاب کې یې وویل، خپلو دندو ته په پابندۍ سره دوام ورکړئ او خپلې کړنې  په شفافه توګه د اسلامي شریعت په رڼاکې ترسره کړې، له مراجعینو سره نېکه او احسنه رویه اختیار کړئ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴۰
Background image

د کابل ولایت مرافعه محکمې مرستیال د یاد ولایت د علماوو شورا له پلاوي سره وکتل

د کابل ولايت مرافعه محکمې مرستيال محترم مفتي محمد مبین (الطاف)؛ په ۱۱/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه د یاد ولايت د علماوو شورا له پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
د ليدنې په پيل کې د مرافعه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۲:۸
Background image

د زابل ولايت محاکمو په دوو اونيو کې ( ۹۹) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۴۲) وثیقې هم اجرا کړې دي

د زابل ولایت د مرافعه، ښاري ابتدائیه، نظامي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په دوو اونيو کې (له ۱۶ / ۹/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر   ۲۹ / ۹/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۹۹) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۲:۲
Background image

د میدان وردګ ولايت محاکمو په یوه میاشت کې (۲۳۱) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۲۰) وثیقې هم اجرا کړې دي

د ميدان وردګ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۹/ ۱۴۴۷ هـ ق څخه تر ۲۹/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۲۳۱) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۲۰). . .

بیا په خبرونو کی