د لغمان د مرافعه محکمې رئیس د علینګار او قرغیو له ابتدائیه محاکمو څخه لیدنه وکړه

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱/۹ - ۱۲:۱۹
د لغمان د مرافعه محکمې رئیس د علینګار او قرغیو له ابتدائیه محاکمو څخه لیدنه وکړه

د لغمان ولایت د مرافعه محکمې رئیس ښاغلي مفتي عبدالله (فرقاني) د رمضان المبارک د میاشتې په لومړۍ نېټه د علینګار او قرغیو ولسوالیو د ابتدائیه محاکمو د چارو د ارزونې او نظارت په موخه یادو ولسوالیو ته سفر وکړ.

د لغمان د مرافعه محکمې رئیس د دغه سفر پر مهال د علینګار او قرغیو ابتدائیه محاکمو د حاضرۍ کتابونه، اداري او قضائي چارې له نږدې وڅارلې.

ښاغلي مفتي عبدالله (فرقاني) د یادو محاکمو مسؤولینو او منسوبینو ته د خبرو پر مهال وویل، زموږ د دې لیدنو څخه هدف دادی چې قضات خپلو چارو ته متوجه کړو ترڅو په پابندۍ سره خپلو وظیفو ته حاضر شي او خدای مه کړه زموږ ځورېدلي هیوادوال د محاکمو د بندو دروازو تر شا ونه درېږي، د مراجعینو چارې د اسلامي عدالت په رڼا کې په ښه او شفاف ډول ترسره شي.

د مرافعه محکمې د رئیس په خبره، په دې سره به ان شاءالله د هیوادوالو او محاکمو د مراجعینو اوښکې وچې او زړونه به یې ارام شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۳:۴۸
Background image

د زابل‎ ولايت ښاري ابتدائیه محکمې مسؤولينو په هڅو، د قتل اړوند (۳۳) کلنه موضوع حل او فصل شوه

د زابل ولایت ښاري ابتدائیه محکمې اړوند جزا دېوان په هڅو؛ قومي مشرانو، سپین‌ږیرو او علماء کرامو په منځګړیتوب، په ۲۴/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه، (۳۳) کاله مخکې رامنځته شوې موضوع چې درې کسان په کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۳:۴۲
Background image

د پکتیا زون نظامي محکمې مسؤولینو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

د پکتیا زون نظامي محکمې رئیس شیخ عبدالجلیل آغا (حسیني) او قضائي غړو په ډېرو هڅو او ترغیب، د قومي مشرانو، سپین‌ږیرو او مصلحینو په منځګړیتوب، د عمدي قتل موضوع، په ۸/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه حل. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۰:۲
Background image

د غزني ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د غزني ولايت مرافعه محکمې رئیس الحاج مفتي عزیزالله (حیدري) په مشرۍ، د ښاري ابتدائیه محکمې رئيس، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د دېوانونو رئيسانو په ګډون، په ۲/ ۱۱/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه. . .

بیا په خبرونو کی