د لغمان د مرافعه محکمې عمومي رئیس د یاد ولایت له زندان څخه لیدنه وکړه

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۴ - ۹:۳۸
د لغمان د مرافعه محکمې عمومي رئیس د یاد ولایت له زندان څخه لیدنه وکړه

د روان کال ۱۷/ ۶/ ۱۴۴۵هـ ق نېټه د لغمان ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم الحاج مفتي عبدالله (فرقاني) په مشرۍ يو ګډ پلاوي د لغمان ولایت د عمومي زندان څخه لیدنه وکړه.
په ياده ليدنه کې ياد پلاوي د بندیانو حالت له نږدې وکاته، د هغوی ستونزې او مشکلات يې واورېدل، د زندان مسؤولینو ته يې د بنديانو د ستونزو د حل په موخه لازم هدایات ورکړل. همداراز ياد پلاوي د بندیانو د دوسیو په اړه معلومات وکړل، تر څو داسې اشخاص په زندان کې پاتې نشي چې بې ګناه او یا هم بې برخلیکه وي.
د ليدنې په دوام د لغمان ولایت د مرافعه محکمې رئیس د زندان مسؤولینو ته په خطاب کې وویل: را سپارل شوي دندې زموږ دنیوي او اخروی مسؤلیت دی، باید په صداقت او پوره ایماندارۍ سره يې ترسره کړو، په ځانګړې توګه د بندیانو په وړاندې چې دوی د انساني کرامت خاوندان دي، خدای مکړه د دوی په چارو کې د ناغېړۍ له امله الله تبارک و تعالی له موږ څخه ناراضه شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۲:۱۱
Background image

د کونړ ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۲۹۷) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۵۲) وثیقې هم اجرا کړې دي

د کونړ ولایت د مرافعه، ښاري ابتدائیه، اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۲۹/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۲۹۷) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۱:۹
Background image

د پکتيا ولايت محاکمو په یوه میاشت کې (۵۹۲) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۴۷) وثیقې هم اجرا کړې دي

د پکتيا ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه، د پکتيا زون نظامي، اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۲۹/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۵۹۲) دوسيو ته پر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۰:۷
Background image

د کندهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې په يوه مياشت کې (۴۲۷) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د کندهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې په يوه مياشت کې (له ۱/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۲۹/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې په حقوقي او جزائي برخو کې (۴۲۷) دوسیو ته رسېدنه کړې ده؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول. . .

بیا په خبرونو کی