د میدان وردګ ولایت محاکمو په دوو اونیو کې د (۱۴۸) دوسیو پر حل او فصل سربېره (۱۲۳) وثیقې هم اجرأ کړې دي

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱/۲۲ - ۹:۲۳
د میدان وردګ ولایت محاکمو په دوو اونیو کې د (۱۴۸) دوسیو پر حل او فصل سربېره (۱۲۳) وثیقې هم اجرأ کړې دي

په دغه راپور کې له ۱ /۹ /۱۴۴۴ هـ ق څخه تر ۱۵ /۹ /۱۴۴۴ هـ ق نېټې د میدان وردګ ولایت د مرافعه محکمې، ښاري ابتدائیه محکمې او ولسوالیو د ابتدائیه محاکمو حقوقي، جزائي او تجارتي اجراآت شامل دي.

په حقوقي برخه کې:

په تېرو دوو اونیو کې (۸۸) حقوقي دوسیې محاکمو ته راجع شوې دي؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې او تر دوران لاندې وې.

له دې جملې څخه (۳۷) دوسیې مکتوبي مستردې شوې، د (۳۵) دوسیو په اړه قضائي قرار صادر شوي، (۳۳) دوسیې فیصله شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.

په جزائي برخه کې:

په تېرو دوو اونیو کې (۱۹)جزائي دوسیې محاکمو ته راجع شوې دي؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې او تر دوران لاندې وې.

له دې جملې څخه (۱) دوسیه مکتوبي مسترده شوې، د (۲۹) دوسیو په اړه قضائي قرار صادر شوي، (۱۳) دوسیې فیصله شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.

دغه راز په یاده موده کې (۱۲۳) بېلا بېل وثایق هم اجراء شوي دي.

 

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۳:۴۸
Background image

د زابل‎ ولايت ښاري ابتدائیه محکمې مسؤولينو په هڅو، د قتل اړوند (۳۳) کلنه موضوع حل او فصل شوه

د زابل ولایت ښاري ابتدائیه محکمې اړوند جزا دېوان په هڅو؛ قومي مشرانو، سپین‌ږیرو او علماء کرامو په منځګړیتوب، په ۲۴/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه، (۳۳) کاله مخکې رامنځته شوې موضوع چې درې کسان په کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۳:۴۲
Background image

د پکتیا زون نظامي محکمې مسؤولینو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

د پکتیا زون نظامي محکمې رئیس شیخ عبدالجلیل آغا (حسیني) او قضائي غړو په ډېرو هڅو او ترغیب، د قومي مشرانو، سپین‌ږیرو او مصلحینو په منځګړیتوب، د عمدي قتل موضوع، په ۸/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه حل. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۰:۲
Background image

د غزني ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د غزني ولايت مرافعه محکمې رئیس الحاج مفتي عزیزالله (حیدري) په مشرۍ، د ښاري ابتدائیه محکمې رئيس، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د دېوانونو رئيسانو په ګډون، په ۲/ ۱۱/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه. . .

بیا په خبرونو کی