د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئيس د احمدآباد ولسوالۍ له ابتدائيه محکمې څخه لیدنه وکړه

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۶/۹ - ۱۱:۵۸
د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئيس د احمدآباد ولسوالۍ له ابتدائيه محکمې څخه لیدنه وکړه

د روان ۱۴۴۵ هـ ق کال د دویمې میاشتې په (۶مه) نېټه د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئيس مفتي امان الله «منقاد حقاني» د یوه پلاوې په مشرۍ چې په تشکیل کې یې د مرافعه محکمې د امنیت عامه دېوان رئيس مولوي حمدالله «حمیدي»، د مرافعه محکمې د مدني او عامه حقوقو دېوان مفتي مولوي صمیم الله «انس» او د مرافعه محکمې اداري کارکوونکی خیال محمد (سیدزداه) موجود وو، د پکتیا ولایت د احمدآباد ولسوالۍ له ابتدائيه محکمې څخه یې لیدنه وکړه.

د مرافعه محکمې عمومي رئيس او ورسره مل پلاوي د سفر عمده موخه د احمدآباد ولسوالۍ د ابتدائيه محکمې له قضائي او اداري چارو څخه لیدنه وه.

په یاد سفر کې د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئيس او ورسره مل پلاوي د ترتیب شوي طرزالعمل سره سم په قضائي برخو کې د احمدآباد ولسوالۍ ابتدائيه محکمې جزائي دوسیو، د امنیت عامه دوسیو، حقوقي دوسیو، تجارتي دوسیو او فامیلي دوسیو څخه لیدنه وکړه؛ د فیصله شوو دوسیو، هغه دوسیو چې په اړه یې قضائي قرارونه صادر شوي وو او مکتوبي مستردو دوسیو نیمګړتیاوې یې د یادې محکمې قضائي پرسونل ته په ګوته کړې او په راتلونکي کې یې د اصلاح غوښتنه وکړه.

په اداري برخه کې د سترې محکمې د محترم عالي مقام له هدایاتو سره سم د اندراج کتاب، د صادرې او واردې کتاب، د رسیداتو کتاب او عریضو د ثبت کتاب طرزالعمل وړاندې او عملا تشریح شوه .

دغه راز د وثایقو په برخه کې د مختلف النوع وثایقو تحریر، د وثایقو طرزالعمل، د وثایقو د شهریه کتاب، د وثایقو اړوند استعلامونه او د وثایقو په برخه کې مکمل او مفصل معلومات وړاندې او عملاً په کاپي پاڼو کې د مختلف النوع وثایقو لیکنه ورته وشوه.

پر دې سربېره د یادې ابتدائیه محکمې کارکوونکو ته د جزائي او حقوقي ډېټابس پاڼو طرزالعمل وړاندې او عملا د جزائي او حقوقي ډیټابس پاڼې ورته ډکې شوې.

په پای کې د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئيس د احمدآباد ولسوالۍ له مسؤولینو او د دې ولسوالۍ د ابتدائيه محکمې له مراجعینو سره لیدنه وکړه د احمدآباد ولسوالۍ ابتدائيه محکمې د مراجعینو ستونزې یې په تمامه معنا واورېدې او د محکمې مسؤولینو ته یې د اصولو مطابق د ستونزو د حل لارې بیان کړې.

د احمدآباد ولسوالۍ ابتدائيه محکمې څخه د مرافعه محکمې د رئيس یوه ورځنۍ لیدنه په صمیمانه فضاء او د دعایې په ویلو سره پای ته ورسیده.

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۲:۴
Background image

د سترې محکمې عالي مقام د تحریراتو ریاست د ۱۴۴۷ هـ ق کال د درېيمې ربعې لنډ راپور

د سترې محکمې عالي مقام د تحریراتو ریاست د ۱۴۴۷ هـ ق کال په درېيمه ربعه کې لاندې عمده فعاليتونه ترسره کړي دي:
۱ـ د وزارتونو، امارتي ادارو، کمېسیونونو، د ملک (۳۴) ولایتونو محاکمو او نورو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۲:۲
Background image

د ننګرهار ولايت د بټي‌کوټ ولسوالۍ ابتدائیه محکمې مسؤولينو په هڅو د قتل موضوع حل شوه 

د ننګرهار ولايت د بټي‌کوټ ولسوالۍ ابتدائیه محکمې مسؤولینو په ډېرو هڅو؛ په ۸/ ۱۱/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه د کورنۍ شخړې له امله يو کال مخکې رامنځته شوې د قتل موضوع؛ حل او فصل شوه.
یاده موضوع. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۱:۵۶
Background image

د بلخ، کاپیسا او لغمان ولایتونو د حقوقو آمریتونو په یوه میاشت کې (۱۵۸۹) عرض‌پاڼو او دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د سترې محکمې د حقوقو عمومي ریاست اړوند د بلخ، کاپیسا او لغمان ولایتونو د حقوقو آمریتونو په یوه میاشت کې (له ۱۴۴۷/۱۰/۱هـ ق څخه تر  ۱۴۴۷/۱۰/۳۰هـ ق) نېټې پورې (۱۵۸۹) عرض‌پاڼو او دوسيو ته. . .

بیا په خبرونو کی