د کابل د مرافعه محکمې استینافي دېوانونو په دوو اونیو کې (۷۷) قضیې حل او فصل کړې دي

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۹ - ۱۴:۱۳
د کابل د مرافعه محکمې استینافي دېوانونو په دوو اونیو کې (۷۷) قضیې حل او فصل کړې دي

د کابل ولایت د مرافعه محکمې د جزائي، نظامي، حقوقي او تجارتي برخو دېوانونو په دوو اونيو کې (له ۱ /۳ /۱۴۴۵ هـ ق نېټې څخه تر ۱۵ /۳ /۱۴۴۵ هـ ق) پورې (٧٧) قضيې حل او فصل کړې چې جزئیات یې په لاندې ډول دي:

١-  د دې محکمې د جزا دېوان:

د جزا دېوان ته د دوو اونیو په موده کې (۳۷) دوسیې واردې شوي، په داسې حال کې چې پخوا هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.

له دې جملې څخه د (۳) قضیو په اړه پرېکړه شوې، د (۸) قضیو په تړاو د محکمې د حکم له مخې قرارونه صادر شوي، (۳) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې نورې تر څېړنې لاندې دي.

٢- د دې محکمې د عامه امنیت دېوان:

د عامه امنيت دېوان ته د دوو اونیو په موده کې (۱۱) دوسیې واردې شوې، په داسې حال کې چې پخوا هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.

له دې جملې څخه (۲) قضیې فیصله شوې، د (۱۱) قضیو په تړاو د محکمې د حکم له مخې قرارونه صادر شوي، (۳) نورې دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې نورې تر څېړنې لاندې دي.

٣-د دې محکمې د نظامي منسوبینو دېوان:

د نظامي منسوبينو دېوان ته د دوو اونیو په موده کې (۹) دوسیې واردې شوې، په داسې حال کې چې پخوا هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.

له دې جملې څخه (۱) قضیه فیصله شوې، د (۲) قضیو په تړاو د محکمې د حکم له مخې قرارونه صادر شوي، (۴) نورې دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې نورې تر څېړنې لاندې دي.

٤- د دې محکمې مدني دېوان:

مدني دېوان ته د دوو اونیو په موده کې (۱۶) دوسیې واردې شوي، په داسې حال کې چې پخوا هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.

له دې جملې څخه د (۱۵) قضیو په تړاو د محکمې د حکم له مخې قرارونه صادر شوي، (۳) نورې دوسیې مکتوبي مستردې شوي او پاتې نورې تر څېړنې لاندې دي.

٥- د دې محکمې تجارتي دېوان:

تجارتي دېوان ته د دوو اونیو په موده کې (۷)  دوسیې واردې شوې، په داسې حال کې چې پخوا هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.

له دې جملې څخه د (۱۹) قضیو په تړاو د محکمې د حکم له مخې قرارونه صادر شوي، (۳) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې نورې تر څېړنې لاندې دي.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۲:۱۱
Background image

د کونړ ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۲۹۷) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۵۲) وثیقې هم اجرا کړې دي

د کونړ ولایت د مرافعه، ښاري ابتدائیه، اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۲۹/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۲۹۷) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۱:۹
Background image

د پکتيا ولايت محاکمو په یوه میاشت کې (۵۹۲) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۴۷) وثیقې هم اجرا کړې دي

د پکتيا ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه، د پکتيا زون نظامي، اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۲۹/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۵۹۲) دوسيو ته پر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۰:۷
Background image

د کندهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې په يوه مياشت کې (۴۲۷) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د کندهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې په يوه مياشت کې (له ۱/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۲۹/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې په حقوقي او جزائي برخو کې (۴۲۷) دوسیو ته رسېدنه کړې ده؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول. . .

بیا په خبرونو کی