عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د ځمکو د غصب د مخنیوي او غصب شوو ځمکو د استرداد مقرره توشېح کړه

m_admin
شنبه ۱۴۰۱/۷/۳۰ - ۹:۳۰
عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د ځمکو د غصب د مخنیوي او غصب شوو ځمکو د استرداد مقرره توشېح کړه

عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د ځمکو د غصب د مخنیوي او غصب شوو ځمکو د استرداد مقرره په څلورو فصلونو او ۲۱ مادو کې توشېح کړه.

دغه راز عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د ځمکو د غصب د مخنیوي او غصب شوو ځمکو د استرداد  کمېسیون لایحه په ۹ مادو کې منظور کړه.

د ځمکو د غصب د مخنیوي او غصب شوو ځمکو د استرداد د مقررې کمېسیون د لایحې او اړوند اختصاصي محکمې په اړه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د صادر شوي فرمان په درېیمه ماده کې د امارتي(سلطاني)، عامه مرعی او وقفی غصب شوو ځمکو قضیو ته د رسېدنې او په دې برخه کې د شرعي پرېکړو د صادرولو په منظور د اختصاصي محکمې تشکیل په لاندې ترکیب ذکر شوی دی.

۱: شیخ الحدیث مولوي عبدالغفار د اختصاصي محکمې د رئیس په توګه.

۲: قاضي محمد صادق د قاضي په توګه.

۳: مفتي محمد طاهر د مفتي په توګه.

۴: مولوي صدیق الله مشال د محرر په توګه.

دغه راز د یاد فرمان د لومړۍ مادې په اساس د ځمکو د غصب د مخنیوي او غصب شوو ځمکو د استرداد کمېسیون مکلف دی چې د امارتي(سلطاني)، عامه مرعی او وقفي ځمکو د استرداد او د امارتي (سلطاني)، عامه مرعی او وقفي ځمکو د غصب د مخنیوي په منظور د اړوندې مقررې او لایحې سره سم اجراآت وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۵۲
Background image

د پنځم زون (کندهار) د نظامي محاکمو امنیتي او اجرائیوي قوماندانۍ لپاره نوی قوماندان معرفي شو

د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو عمومي ریاست د نظامي محاکمو د امنیتي او اجرائیوي قطعاتو عمومي قوماندانۍ اړوند د پنځم زون (کندهار) نظامي محاکمو امنیتي او اجرائیوي قوماندانۍ نوی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۴:۴۶
Background image

د لغمان ولایت د مرافعه محکمې رئیس د یاد ولایت له عمومي زندان څخه لیدنه وکړه

د لغمان ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج شیخ سخي الرحمن (فايز)؛ د ښاري ابتدائیه محکمې د جزا او عامه امنیت دېوانونو رئیسانو، د قرغه‌يي او الینګار ولسوالیو د ابتدائیه محاکمو رئیسانو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۴:۱۸
Background image

د  څلورم زون (غزني) د نظامي محاکمو امنیتي او اجرائیوي قوماندانۍ لپاره نوی قوماندان معرفي شو

د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو عمومي ریاست د نظامي محاکمو د امنیتي او اجرائیوي قطعاتو عمومي قوماندانۍ اړوند د څلورم زون (غزني) د نظامي محاکمو امنیتي او اجرائیوي قوماندانۍ نوی. . .

بیا په خبرونو کی