عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د ځمکو د غصب د مخنیوي او غصب شوو ځمکو د استرداد مقرره توشېح کړه

m_admin
شنبه ۱۴۰۱/۷/۳۰ - ۹:۳۰
عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د ځمکو د غصب د مخنیوي او غصب شوو ځمکو د استرداد مقرره توشېح کړه

عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله د ځمکو د غصب د مخنیوي او غصب شوو ځمکو د استرداد مقرره په څلورو فصلونو او ۲۱ مادو کې توشېح کړه.

دغه راز عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله د ځمکو د غصب د مخنیوي او غصب شوو ځمکو د استرداد  کمېسیون لایحه په ۹ مادو کې منظور کړه.

د ځمکو د غصب د مخنیوي او غصب شوو ځمکو د استرداد د مقررې کمېسیون د لایحې او اړوند اختصاصي محکمې په اړه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله د صادر شوي فرمان په درېیمه ماده کې د امارتي(سلطاني)، عامه مرعی او وقفی غصب شوو ځمکو قضیو ته د رسېدنې او په دې برخه کې د شرعي پرېکړو د صادرولو په منظور د اختصاصي محکمې تشکیل په لاندې ترکیب ذکر شوی دی.

۱: شیخ الحدیث مولوي عبدالغفار د اختصاصي محکمې د رئیس په توګه.

۲: قاضي محمد صادق د قاضي په توګه.

۳: مفتي محمد طاهر د مفتي په توګه.

۴: مولوي صدیق الله مشال د محرر په توګه.

دغه راز د یاد فرمان د لومړۍ مادې په اساس د ځمکو د غصب د مخنیوي او غصب شوو ځمکو د استرداد کمېسیون مکلف دی چې د امارتي(سلطاني)، عامه مرعی او وقفي ځمکو د استرداد او د امارتي (سلطاني)، عامه مرعی او وقفي ځمکو د غصب د مخنیوي په منظور د اړوندې مقررې او لایحې سره سم اجراآت وکړي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۱:۵۳
Background image

با تلاش رئیس محکمه مرافعه ولایت کاپیسا يک قضیه قتل حل و فصل گردید

با تلاش محترم مولوی عزیزالرحمن (حقانی) رئیس محکمه مرافعه ولایت کاپیسا، با اشتراک مولوی سراج الدین (راشد) رئیس دیوان جزا محکمه مرافعه، مولوی عبدالرؤف (سعادت) رئیس محکمه ابتدائیه شهری،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۱:۴
Background image

رئیس محکمه مرافعه ولایت هرات از محکمه ابتدائیه شهری آن ولایت بازدید نمود

محترم مولوی علی گل (حمیدی) رئیس عمومی محکمه مرافعه ولایت هرات، غرض بازدید از آجراآت قضائی، اداری و تنظیم بهتر امور کاری محاکم، به تاریخ 25 /2 /1448هـ ق از محکمه ابتدائیه شهری آن ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۴۰
Background image

تحت رهبری رئیس محکمه مرافعه ولایت بادغیس جلسه هفته‌وار دایر گردید

تحت رهبری الحاج شیخ عبدالخالق (امداد الحق) رئيس عمومی محکمه مرافعه ولایت بادغیس؛ به تاریخ 28 /2 /1448 هـ ق جلسه هفته‌وار دایر گردید.
جلسه با تلاوت چند آیات از کلام الله مجید توسط مولوی. . .

بازگشت به اخبار