کندهار ولایت کې یوه مجرم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱/۲۴ - ۱۸:۲۲
کندهار ولایت کې یو مجرم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

نن پنجشنبې (د روان ۱۴۴۴ هجري قمري کال د رمضان میاشتې په ۲۲مه) نېټه د کندهار ولایت د مرافعه محکمې په انګړ کې یوه مجرم ته د نامشروع اړیکو د جرم له امله تعزیري سزا ورکړل شوه. د یاد مجرم دوسیه چې په خپل جرم یې اعتراف درلود، د مرافعه محکمې د جزاء دېوان لخوا څېړل شوې وه. دغه مجرم ته د تعزیري سزا د تطبیق په مناسبت جوړه شوې غونډه کې د کندهار ولایت د محاکمو او نورو ولایتي ادارو پر مسؤولینو سربېره عامو هیوادوالو هم ګډون درلود.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۳:۴۸
Background image

د زابل‎ ولايت ښاري ابتدائیه محکمې مسؤولينو په هڅو، د قتل اړوند (۳۳) کلنه موضوع حل او فصل شوه

د زابل ولایت ښاري ابتدائیه محکمې اړوند جزا دېوان په هڅو؛ قومي مشرانو، سپین‌ږیرو او علماء کرامو په منځګړیتوب، په ۲۴/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه، (۳۳) کاله مخکې رامنځته شوې موضوع چې درې کسان په کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۳:۴۲
Background image

د پکتیا زون نظامي محکمې مسؤولینو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

د پکتیا زون نظامي محکمې رئیس شیخ عبدالجلیل آغا (حسیني) او قضائي غړو په ډېرو هڅو او ترغیب، د قومي مشرانو، سپین‌ږیرو او مصلحینو په منځګړیتوب، د عمدي قتل موضوع، په ۸/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه حل. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۰:۲
Background image

د غزني ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د غزني ولايت مرافعه محکمې رئیس الحاج مفتي عزیزالله (حیدري) په مشرۍ، د ښاري ابتدائیه محکمې رئيس، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د دېوانونو رئيسانو په ګډون، په ۲/ ۱۱/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه. . .

بیا په خبرونو کی