د سترې محکمې د حقوقو عمومي رئیس د هېواد ختیځو ولایتونو ته سفر وکړ

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۱ - ۱۳:۴۷
د سترې محکمې د حقوقو عمومي رئیس د هېواد ختیځو ولایتونو ته سفر وکړ

د سترې محکمې د حقوقو عمومي رئیس محترم مفتي محمد ابراهیم جان (ابوالحفاظ) د یوه پلاوي په مشرۍ په ۱۴۴۶/۵ /۲۹ هـ ق نېټه د مرافعه محاکمو د رئیسانو او د حقوقو آمرینو سره د لیدنې، خالي بستونو ته د وړ کسانو د ګمارنې او د ولسوالیو مدیرانو او مسلکي غړو ته د سیمینار ورکولو په موخه ننګرهار، کونړ او لغمان ولایتونو ته سفر وکړ.
د حقوقو عمومي رئيس د دغه سفر په جریان کې د حقوقو په برخه کې نوي متحدالمآلونه، تګلارې او کړنلارې مسؤولینو ته په اصولي توګه تشرېح کړې.
په دې سربېره د حقوقو عمومي رئیس او ورسره مل پلاوي په یادو ولایتونو کې له (۲۴۰) کسانو څخه د آزادې سیالۍ له لارې ازموينه واخیسته، چې بريالي او وړ کسان به په خالي بستونو کې وګمارل شي.
 د حقوقو عمومي ریاست پلاوي په خپل درې ورځني سفر کې د مسؤولينو ترمنځ د همغږۍ او همکارۍ په برخه کې مهمې لاسته راوړنې درلودې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۰:۵۳
Background image

د بدخشان ولایت نظامي محکمې مسؤولینو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شول

د بدخشان ولایت نظامي ابتدائيه محکمې د رئيس محترم شیخ عبدالباري (صالحي) په ډېرو هڅو، قومي مشرانو او سپين‌ږیرو په منځګړیتوب، د ځمکې پر سر رامنځته شوې د عمدي قتل موضوع، په ۱۵/ ۹/ ۱۴۴۷ هـ ق. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۰:۴۸
Background image

د روزګان ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د روزګان ولایت مرافعه محکمې عمومی رئیس الحاج شیخ محمود (ابوالفیض) په مشرۍ؛ د مرافعه او ښاري محاکمو د دېوانونو رئیسانو، قضائي غړو، اداري کارکوونکو، د حقوقو آمر، د ثبت اسناد او وثایقو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۲:۴۵
Background image

په روزګان ولايت کې يوه مجرم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د روزګان ولايت مرافعه محکمې د پرېکړې له مخې يو کس ته د نکاح شوې ښځې د تښتولو په جرم؛ نن چهارشنبه (۱۵/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.

مرافعه محکمې یاد مجرم په دوه کاله او شپږ. . .

بیا په خبرونو کی