د فراه ولایت مرافعه محکمې د مسئولینو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه
د فراه ولايت مرافعه محکمې د مسئولينو په ډېرو هڅو؛ د قومي مشرانو په منځګړيتوب، په ۲۹/ ۴/ ۱۴۴۸ هـ ق نېټه د قتل موضوع د سولې له لارې حل او فصل شوه.
د قتل یاده پېښه د فراه ولايت د ګلستان ولسوالۍ په مربوطاتو کې رامنځته شوې وه؛ چې دوه کسان په کې په قتل رسېدلي وو.
یاده موضوع محکمې ته له راجع کېدو وروسته په غور او دقت وڅېړل شوه؛ ورپسې د مرافعه محکمې مسئولینو د قضیې د حل او فصل په موخه جانبینو ته د سولې ترغیب ورکړ، دوی هم ومنله او موضوع يې رسمًا پای ته ورسېده.
