د لغمان ولایت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۲ - ۱۰:۱
د لغمان ولایت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

 د لغمان ولایت مرافعه محکمې رئيس الحاج شیخ سخي الرحمن (فایز فیروز کوهي) په مشرۍ؛ د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د دېوانونو رئیسانو او د نظامي محکمې رئیس په ګډون، په ۲/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه اداري غونډه وشوه.
غونډه د قرآنکريم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه؛ ورپسې د مرافعه محکمې رئیس ګډونوالو ته ښه راغلاست ووايه او د ناستې د اجنډا په اړه یې خبرې وکړې.
د مرافعه محکمې رئيس د حاضرۍ او غير اړينو اجناسو د اخيستلو په اړه ګډونوالو ته تفصيلي خبرې او لازم هدايات وکړل وویل، د حاضرۍ په اړه چې کوم اصول دي، باید په پوره صداقت سره مراعات شي، د اخترونو او خپلواکۍ ورځو  رخصتیو نه علاوه کومې مشخصې رخصتۍ چی د رسمي کارکوونکي لپاره ټاکل شوې، له دې څخه بغیر که څوک د رخصتۍ څخه استفاده کوي غیرحاضر شمېرل کېږي.
غونډه د دعاء په ویلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۴۷
Background image

د ستری محکمی د جنوب لوېدیځ زون قضائي مرستیال روزګان ولایت ته سفر وکړ

د سترې محمکې د جنوب لوېديځ زون قضائي مرستیال محترم شیخ نورالله (منیر) صاحب، د نظامی معاونیت د قضائي غړو مولوي محمدهاشم (الهام) او مفتي فضل الله (عاصم)، د قضائي تفتیش عمومی ریاست غړو شیخ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۰:۳۹
Background image

د ننګرهار ولايت ښاري ابتدائیه محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د ننګرهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې رئیس محترم مولوي سلطان محمد (رباني) په مشرۍ، په ۲۹/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه له قضائي غړو سره د یو شمېر کاري موضوعاتو د حل او فصل لپاره ځانګړې غونډه وشوه.
غ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۵:۴۴
Background image

د لغمان ولایت مرافعه محکمې رئیس د یاد ولايت له زندان څخه ليدنه وکړه

د لغمان ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج شیخ سخي الرحمن (فایز) په مشرۍ يو ګډ هيئت، چې د لغمان او لوېدیځ نورستان د نظامي محکمې رئیس، د مرافعه محکمی د جزا دېوان رئیس او د ښاري ابتدائیه. . .

بیا په خبرونو کی