د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې رئیس د یاد ولایت د دوو ولسوالیو له ابتدائيه محاکمو څخه لیدنه وکړه

m_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱ - ۱۴:۵۰
د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې رئیس د یاد ولایت د دوو ولسوالیو له ابتدائيه محاکمو څخه لیدنه وکړه

د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم مفتي عبیدالله (خالد)؛ د یادې محکمې د عامه امنیت دېوان رئيس مولوي حمدالله (حمیدي)، د اسنادو، وثایقو د ثبت او مخزن آمریت قضائي محرر مولوي سیدالرحمن (سعید) او د تحریراتو آمر قاري میرزا محمد (رشیدي) په ملتیا په ۱۵ /۶ /۱۴۴۶هـ ق نېټه د یاد ولایت د زرمت او روحاني بابا ولسوالیو له ابتدائيه محاکمو څخه لیدنه وکړه.
یاد پلاوي د ليدنې په پيل کې د ابتدائیه محاکمو له رئيسانو، مفتیانو او محررینو سره وکتل، د یادو محاکمو له اجراآتو څخه یې لیدنه وکړه، قضائي او اداري منسوبینو ته یې د مرافعه محکمې د رئيس لخوا لازمې سپارښتنې وشوې.
د مرافعه محکمې رئیس وويل، خپلې چارې د الله تعالی د رضا په خاطر د اسلامي امارت د اصولو، لوایحو او طرزالعملونو سره سمې ترسره کړئ، حق حقدار ته وسپارئ او هره موضوع په دقیق او شفاف ډول وڅېړئ.
د مرافعه محکمې رئيس زیاته کړه، له مراجعینو سره غوره چلند وکړئ او د اصولو سره سم د ولسوالۍ له نورو مسؤولینو سره په ښه تفاهم چلند وکړئ.
په پای کې یاد پلاوي له ولسوالانو، امنیه قوماندانانو او نورو مسؤولینو سره د ولسوالیو د قضائي پرسونل په شتون کې د همغږۍ ناسته وکړه او د اړوند چارو په اړه يې خبرې وکړې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۵۱
Background image

د خوست ولایت مرافعه محکمې رئیس د یاد ولايت له مرکزي زندان څخه ليدنه وکړه

د خوست ولایت مرافعه محکمې عمومي رئيس الحاج مولوي عين الله (خليل)؛ د مرافعه محکمې عامه امنیت دېوان محرر مولوي حکیم الله (وقار) په ملتیا، په ۱۰/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه د خوست ولایت له مرکزي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۰:۵۱
Background image

د لغمان ولایت مرافعه محکمې رئیس د یاد ولایت الینګار او قرغه‌يي ولسوالیو ته سفر وکړ

د لغمان ولایت مرافعه محکمې عمومي ر‌ئیس محترم الحاج شیخ سخي الرحمن (فایز)؛ د ۱۴۴۷ هـ ق کال د شوال المکرم په ۲۸ مه او ۲۹مه نېټه د یاد ولایت الینګار او قرغه‌يي ولسوالیو ته د ابتدائیه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۰:۴۸
Background image

د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د پنجشېر ولایت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

د سترې محکمې د محترم عالي مقام په هدایت د قضائي پلټنې د عمومي ریاست یوه مؤظف پلاوي چې محترم مولوي سیف الرحمن (ذاکر) يې مشري کوله او مولوي شمس الدین (احدي) او مولوي کمال الدین (متقي) يې. . .

بیا په خبرونو کی