د لوګر ولایت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳ - ۱۱:۵۷
د لوګر ولایت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د لوګر ولایت مرافعه محکمې رئیس الحاج شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ، د مرافعه محکمې اړوند دېوانونو او د شپږو ولسوالیو د ابتدائیه محاکمو رئیسانو، د وثایقو او تحریراتو آمرینو په ګډون، په ۵/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه غونډه وشوه.
په دې غونډه کې د محاکمو د ورځنیو قضائي او اداري کارونو پر چټکتیا، د ولسوالیو ابتدائیه محاکمو مراسلاتو، بندیانو د  چټک انتقال، د کاري احصائیوي راپورونو په خپل وخت رسېدنې سربېره له مراجعینو سره د نېک چلند او نورو موضوعاتو د حل، همغږۍ او فیصلو د اندراج د سمون په اړه بحث وشو.
ورپسې د مرافعه محکمې رئیس د ناستې له ګډونوالو سره ټاکلي موضوعات شریک کړل او هغوی د سترې محکمې د متحدالمآلونو او هدایاتو په رڼا کې یادو موضوعاتو ته د رسېدنې په اړه خپل نظرونه ورکړل.
د غونډې په وروستيو کې یادو موضوعاتو ته د عاجلې رسېدنې په اړه حاضرینو ته لازم هدایات وشول او هغوی هم په دې برخه کې د نه ستړې کېدونکو هڅو ډاډ ورکړ.
غونډه د دعاء په ویلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۰:۳۷
Background image

د لغمان ولايت د ښاري ابتدائيه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د لغمان ولايت ښاري ابتدائيه محکمې د عمومي رئيس الحاج مولوي محمد یونس (خالص) په مشرۍ؛ د یادې محکمې د دېوانونو رئيسانو، قضائي غړو، مسلکي محررینو او د تحريراتو عمومي مدیر په ګډون، په ۵/۱. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳ - ۱۵:۲
Background image

د زابل ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۱۹۱) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۹۸) وثیقې هم اجرا کړې دي

د زابل ولایت د مرافعه، ښاري ابتدائیه، نظامي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په دوو اونيو کې (له ۱۶ / ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۳۰ / ۱۲/ ۱۴۴۷ھ ق) نېټې پورې (۱۹۱) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳ - ۱۱:۵۷
Background image

د لوګر ولایت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د لوګر ولایت مرافعه محکمې رئیس الحاج شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ، د مرافعه محکمې اړوند دېوانونو او د شپږو ولسوالیو د ابتدائیه محاکمو رئیسانو، د وثایقو او تحریراتو آمرینو په ګډون، په. . .

بیا په خبرونو کی