د کونړ ولایت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه
د کونړ ولایت د مرافعه محکمې رئيس الحاج مولوی عبدالکریم (شعیب) په مشرۍ؛ د مرافعه محکمې دېوانونو او ښاري ابتدائيه محکمې او د ولسوالیو ابتدائيه محاکمو رئيسانو په ګډون، په ۵ /۲ /۱۴۴۸هـ ق نېټه اداري غونډه وشوه.
غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه؛ ورپسې د مرافعه محکمې رئیس د محاکمو لهخوا په کارونو کې شفافیت، د مراجعینو کارونو ته په خپل وخت رسېدنه او په اداره کې شرعي احکامو او اصولو د مراعاتولو په اړه وینا وکړه او زیاته یې کړه، په خپلو کارونو کې اخلاص وکړئ، له مظلوم سره مرسته وکړئ او د ظالم د ظلم مخنیوی وکړئ.
نوموړي زیاته کړه، په قضائي چارو کې باید ښه کوښښ وشي، ترڅو دوسیه په ښه توګه وڅېړل شي او هر څه لکه: عریضه، صورت دعوی، دفع دعوی او نور باید په خپل وخت دقیق وکتل شي.
غونډه د دعاء په ویلو پای ته ورسېده.
