د سترې محکمې قضائي تفتيش عمومي رياست مفتشينو د ميدان وردګ ولايت له محاکمو او زندان څخه ليدنه وکړه
د سترې محکمې د محترم عالي مقام د هدایت په اساس د قضائي تفتیش عمومي ریاست یوه درې کسيز هیئت د مولوي حبیب الله (حبیب) په مشرۍ؛ چې مولوي سید اسحاق (سادات) او مولوي امدادالله (حنفي) يې ملتيا کوله، د میدان وردګ ولایت د محاکمو د قضائي، اداري او مالي کړنو د څېړلو او د محاکمو د قضائي او اداري غړو د سلوکي او مسلکي وړتياوو د ارزولو او د بنديانو ستونزو ته د رسېدنې په موخه، په ۴/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه یاد ولايت ته سفر وکړ.
دغه پلاوي د یاد ولايت د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د رياستونو، اړونده قضائي دېوانونو، نظامي او اختصاصي محاکمو، د وثایقو او اسنادو د ثبت او مخزن، حقوقو او د تحريراتو آمريتونو، مالي څانګې او د ياد ولايت د (۸) ولسواليو له محاکمو او د حقوقو له مديريتونو څخه ليدنه وکړه.
همداراز د ياد ولايت په مرکزي محبس کې د محاکمو اړوند بنديان هر يو په جدا جدا توګه وکتل شول، د پلټنې هيئت د خپل سفر په اوږدو کې د يادو محاکمو قضائي او اداري چاري وکتلې او په يادو چارو کې یې پرمختګونه او مثبت لوري وارزول.
دغه راز د یاد ولایت د محاکمو د چارو او د بنديانو په اړه یو شمېر اړین موضوعات یې لومړی د اړوند محاکمو له مسئولینو شریک کړل، ورپسې یې د مرافعه محکمې له مقام سره په اړونده مواردو بحث وکړ.
د یادونې وړ ده، چې یاد هیئت د محاکمو او نورو اړوند امارتي ادارو د همغږۍ او معلوماتو را ټولولو په موخه په ټولو ولسوالیو کې د ولسوالۍ، امنیه قوماندانۍ، د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدو او استخبارتو له مسئولینو او د ولایت له مقام سره وکتل.
د یاد هيئت دغه (۱۲) ورځنی سفر په ۱۷/ ۴/ ۱۴۴۸ هـ ق نېټه پای ته ورسېد.
