د سترې محکمې عالي مقام د تحریراتو ریاست د ۱۴۴۷ هـ ق کال د درېيمې ربعې لنډ راپور

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۲:۴
د سترې محکمې عالي مقام د تحریراتو ریاست د ۱۴۴۷ هـ ق کال د درېيمې ربعې لنډ راپور

د سترې محکمې عالي مقام د تحریراتو ریاست د ۱۴۴۷ هـ ق کال په درېيمه ربعه کې لاندې عمده فعاليتونه ترسره کړي دي:
۱ـ د وزارتونو، امارتي ادارو، کمېسیونونو، د ملک (۳۴) ولایتونو محاکمو او نورو اړونده ادارو څخه (۶۷۳) رسمي لیکونه د سترې محکمې په عنوان راغلي او د سترې محکمې عالي مقام له لارښوونې وروسته اړوند مراجعو ته د وروستیو اجراآتو په موخه تکثیر شوي دي.
۲ـ د مخابراتو وزارت څخه (۱۴۷۲) رسمي لیکونه راغلي او د بعدي اجراآتو په موخه اړوند څانګو ته تکثیر شوي دي. 
۳ـ د ریاست الوزراء محترم مقام، د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست، وزارتونو، سازمانونو، شرکتونو، امارتي او غیر امارتي بانکونو او د سترې محکمې مرکزي ریاستونو څخه (۸۰۳) مکتوبونه، د استهداء دوسيې، تجدید نظر، د صلاحیت تفویض، د محکمې تبدیلۍ او د ملک د محاکمو هدایت غوښتنې اړوند اسناد د سترې محکمې عالي مقام په عنوان راغلي؛ چې د عالي مقام له لارښوونې وروسته اړوند مراجعو ته د ورستیو اجراآتو په موخه لېږل شوي دي.
۴ـ ټولټال (۱۴۲۱۹) قطعې مکتوبونه او پارسلونه د آرشیف مدیریت ته صادر او وارد شوي، چې تر لازمو اجراآتو وروسته د وروستیو اجراآتو په موخه اړوندو برخو ته لېږل شوي دي.
۵ـ د مراجعینو (۱۴۸۱) عريضې د عالي مقام د هدایت له مخې ثبت او بېرته اړوند کسانو ته سپارل شوې؛ هغه عریضې چې غير اصولي او محاکمو پورې اړوند نه وې، په اړه يې مراجعینو ته لازمه لارښوونه شوې.
۶ـ د (۲۳۱) مکتوبونو په اړه د سترې محکمې عالي مقام له هدایت سره سم رسمي اجراآت شوي او د وروستيو اجراآتو په موخه اړوند امارتي ادارو ته لېږل شوي دي. 
۷ـ د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله تعالی) او د ریاست ‌الوزراء محترم مقام له‌خوا ټولټال (۲۵۳) قطعې احکام یاد ریاست ته راغلي، چې د سترې محکمې عالي مقام د هدایت له مخې د تطبیق او اجراآتو په موخه اړوندو مراجعو ته لېږل شوي دي.
۸ـ د اسلامي امارت د مشرتابه محترم عالي مقام له‌خوا (۹) قطعې فرمانونه یاد ریاست ته راغلي، چې د سترې محکمې عالي مقام له هدایت وروسته د تطبیق او وروستيو اجراآتو په موخه اړوندو مراجعو ته لېږل شوي دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۵:۳۴
Background image

د سترې محکمې د مرکزي ریاستونو او دېوانونو د مسؤولینو لپاره د دعوت او ارشاد ریاست میاشتنۍ اصلاحي غونډه وشوه

د سترې محکمې د مرکزي ریاستونو او دېوانونو رئیسانو، قاضیانو، قضائي غړو او آمرینو لپاره، نن سه‌شنبې (۲۸ /۱ / ۱۴۴۸هـ ق) نېټه د دعوت او ارشاد رياست مياشتنۍ اصلاحي او مذاکراتي غونډه وشوه.
په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۵:۶
Background image

د ننګرهار ولايت د مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت د درېیو ولسواليو له ابتدائیه محاکمو څخه ليدنه وکړه

د ننګرهار ولايت د مرافعه محکمې رئيس محترم خليفه مولوي محبوب الرحمن (نقشبندي) او ورسره مل هيئت، د ۱۴۴۸هـ ق کال د محرم الحرام میاشتې په ۱۵مه، ۱۶مه او ۱۷مه نېټه د دغه ولايت د مهمندرې،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۰:۳۳
Background image

د زابل ولايت د مرافعه محکمې د رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د زابل ولايت د مرافعه محکمې رئيس محترم شیخ غلام حضرت ابوالمنذر (زاهدي) په مشرۍ، د مرافعه محکمې د ټولو دېوانونو د قاضي صاحبانو او قضائي غړو په ګډون، په ۲۶/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه اداري غونډه. . .

بیا په خبرونو کی