د کابل ولایت قره‌باغ ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې مسئولینو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۳۰
د کابل ولایت قره‌باغ ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې مسئولینو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

د کابل ولایت قره‌باغ ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې د مسئولینو په هڅو؛ د دوو کورنیو ترمنځ د قتل موضوع، په ۲۸/ ۴/ ۱۴۴۸ هـ ق نېټه د سولې له لارې حل او فصل شوه.
یاده پېښه د قره‌باغ ولسوالۍ اړوند د «بارک اب» په سيمه کې د ترافيکي پېښې له امله رامنځته شوې وه، چې له امله یې د دواړو کورنیو ترمنځ مخالفتونه او دښمني رامنځته شوې وه.
دغه قضیه ابتدائیه محکمې ته تر راجع کېدو وروسته په غور او دقت سره وڅېړل شوه؛ د محکمې مسئولینو د حکم له صادرېدو مخکې، دواړه لوري سولې او روغې جوړې ته وهڅول، چې د دواړو لوریو لخوا د محکمې دغه غوښتنه ومنل شوه.
د مقتول د کورنۍ له رضایت او هوکړې وروسته، د محکمې له لوري یوه رسمي غونډه جوړه شوه؛ په دغه غونډه کې د مقتول وارثینو قاتل ته بخښنه وکړه او پرېکړه وشوه، چې له دې وروسته به دواړه کورنۍ په پوره امن او سوله کې ژوند کوي.
د یادونې وړ ده، چې د سیمې اوسېدونکو د قره‌باغ ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د دغه اقدام مننه او ستاینه وکړه او د دغه ډول مسایلو حل یې د ټولنې د ثبات او پرمختګ لپاره ګټور وباله.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۵۱
Background image

د میدان وردګ ولايت محاکمو په یوه میاشت کې (۲۴۷) دوسیو ته پر رسېدنې سربېره، (۱۳۷) وثیقې هم اجرا کړې دي

د ميدان وردګ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق څخه ۲۹/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۲۴۷) دوسيو ته پر رسېدنې سربېره، (۱۳۷). . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۱۶
Background image

د سترې محکمې محترم رئیس او قاضي‌القضات د شپږو زونونو له والیانو سره وکتل

د سترې محکمې رئیس او قاضي‌القضات محترم شیخ عبدالحکیم (حقاني) صاحب، پرون چهارشنبه (۲/۵/۱۴۴۸هـ ق) نېټه په خپل کاري دفتر کې د ملک د شپږو زونونو له والي صاحبانو سره وکتل.
په دې لیدنه کې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۳۰
Background image

د کابل ولایت قره‌باغ ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې مسئولینو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

د کابل ولایت قره‌باغ ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې د مسئولینو په هڅو؛ د دوو کورنیو ترمنځ د قتل موضوع، په ۲۸/ ۴/ ۱۴۴۸ هـ ق نېټه د سولې له لارې حل او فصل شوه.
یاده پېښه د قره‌باغ ولسوالۍ اړوند. . .

بیا په خبرونو کی