د کندهار ولایت مرافعه محکمې رئیس د یاد ولايت سپين بولدک او تخته پل ولسواليو له ابتدائیه محاکمو څخه ليدنه وکړه
د کندهار ولایت مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ محمد (محمدي) د مرافعه محکمې عامه امنيت دېوان رئيس مولوي عبدالجبار (آغا) په ملتیا، په ۲۰/ ۵/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه د کندهار ولايت د سپين بولدک او تخته پل ولسواليو له ابتدائيه محاکمو څخه ليدنه وکړه.
محترم شیخ محمد (محمدي) د یادو محاکمو له قضائي غړو او اداري کارکوونکو سره وکتل، د هغوی ستونزې او غوښتنې يې له نږدې واورېدې.
دغه راز د مرافعه محکمې رئیس د یادو ابتدائیه محاکمو له قضائي او اداري چارو څخه ليدنه وکړه او مسئولینو ته یې د چارو د لا ښهوالي، دوسيو ته د غوره رسېدنې او چټکتيا په موخه لازمې لارښوونې وکړې.
