د سترې محکمې د بهرنيو، عامه اړيکو او مطبوعاتو ریاست د ۱۴۴۷هـ ق کال د څلورمې ربعې لنډ راپور
د سترې محکمې د بهرنيو، عامه اړيکو او مطبوعاتو ریاست د ۱۴۴۷هـ ق کال په څلورمه ربعه کې لاندې مهم فعاليتونه ترسره کړي دي:
۱. د قضاء او ولس (۴) خپرونې، ثبت، جوړې او د سترې محکمې د رسمي ادرسونو له لارې نشر شوې دي.
۲. د قضاء مجلې ۱۳مه ګڼه ترتیب، ډیزاین، چاپ او په مرکز او ولایتونو کې محاکمو او امارتي ادارو ته تکثیر شوې ده.
۳. د میزان جریدې ۹ ګڼې (له ۱۲۹ ګڼې څخه ۱۳۷ مې ګڼې) چاپ او په مرکز او ولایتونو کې محاکمو او امارتي ادارو ته تکثیر شوې دي.
۴. د ملک د محاکمو د فعالیتونو د ښه انعکاس او پر محاکمو د خلکو د باور د زیاتېدو په موخه (۴۰۰) راپورونه ترتیب او نشر شوي دي.
۵. د هجري قمري نېټې مطابق د محاکمو او نورو امارتي ادارو د اداري اجراآتو د ترتیب په موخه د رؤیت هلال مرکزي هیئت (۳) خبرتیاوې ترتیب، ډیزاین او نشر شوې دي.
۶. د محاکمو د قضائي فعالیتونو اړوند (۴۶) انفوګرافیک جوړ، ډیزاین او د سترې محکمې د رسمي ادرسونو له لارې نشر شوي دي.
۷. د ملک د محاکمو د فعالیتونو د ښه انعکاس او پر محاکمو د خلکو د باور زیاتېدو په موخه د «ستره محکمه په اونۍ کې» (۴۴) خپرونې په څلورو ژبو (پښتو، دري، عربي او انګليسي) ثبت، جوړې او نشر شوې دي.
۸ـ د سترې محکمې اړوند مسؤولینو امارتي او شخصي موټرو ته (۲۰) قطعې کارتونه ترتیب او توزېع شوې دي.
۹. د ۱۴۴۷هـ ق کال د (۳) میاشتو کالیزه ترتیب، ډیزاین او د سترې محکمې پر رسمي ادرسونو په نشر سربېره ټولو امارتي ادارو ته په مکتوبي بڼه تکثیر شوې ده.
۱۰. د ورځنۍ نېټې (۹۰) ډیزاینونه جوړ او د سترې محکمې پر رسمي ادرسونو نشر شوې دي.
۱۱. له رسنیو سره غوره او پر وخت همغږي شوې ده.
۱۲. د امارتي ورځپاڼو (شریعت، انیس، هېواد او کابل ټایمز) د یو کال کلکسیون د قضاء کتابتون لپاره جوړ او چاپ شوی دی.
۱۳. د سترې محکمې د محترم رئیس او قاضيالقضات شیخ صاحب آداب المعلم و المتعلم کتاب (۱۰۰۰) جلده چاپ شوی دی.
۱۴ـ (۱۶۲۵) جلده قوانین، د درسي نصاب تدریسي مواد، متحدالمآلونه او بېلا بېل کتابونه چاپ شوي دي.
۱۵. له اړوند ادارو سره د چارو پر وخت ترسره کېدو په موخه همغږي شوې دي.
۱۶. (۱۴۰) عنوانه کتابونو ثبت او اندراج شوي.
۱۷ـ په قضاء کتابتون کې د کتابونو د ثبت لپاره نوی ډیټابیس جوړ شوی دی.
۱۸ـ د سفارتونو او بهرنیو مؤسسو څخه د مرستو د جلب، همغږۍ او په غونډو کې د ګډون طرزالعمل جوړ شوی دی.
