د زابل ولايت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه
د زابل ولايت د مرافعه محکمې رئيس محترم شيخ غلام حضرت (ابوالمنذر زاهدي) په مشرۍ؛ د دېوانونو رئيسانو، آمرینو، د ښاري ابتدائیه محکمې عمومي رئيس او اړوند دېوانونو رئيسانو په ګډون، په ۲۱/ ۲/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه اداري غونډه وشوه.
غونډه د قرآنکريم د څو مبارکو آياتونو په تلاوت پيل شوه؛ ورپسې د مرافعه محکمې رئيس وينا وکړه، د اداري غونډې د جوړېدو پر اهميت يې تفصيلي خبرې وکړې وويل، موږ او تاسو د دې ولس لپاره مسؤولين يو، د قضاء برخې دروند مسؤولیت را په غاړه دی؛ نو لازمه ده، چې خپلو کارونو ته متوجه او د مراجعينو کارونو ته د اصولو مطابق رسېدنه وکړو، تر څو د اسلامي شريعت او اسلامي نظام پر وړاندې مسؤول نه يو.
همداراز د مرافعه محکمې رئيس زیاته کړه، هغه موضوعات، چې ستاسو لپاره يې حل سخت وي؛ راتلونکو اداري مجلسونو ته وړاندې کړئ، چې په ګډه سره مناسب حل ورته پيدا شي.
د غونډې په پای کې ځينې متفرقه موضوعات وړاندې او په اړه يې لازمې پرېکړې وشوې.
غونډه د دعاء په ويلو پای ته ورسېده.
