د روزګان ولایت محاکمو په دوو اونیو کې (۱۴۰) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۰۳) وثیقې هم اجرا کړې دي
د روزګان ولایت مرافعه، ښاري ابتدائیه او د ټولو ولسوالیو ابتدائیه محاکمو په دوو اونیو کې (له ۱/ ۳/ ۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۱۵/ ۳/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۱۴۰) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۰۳) وثیقې هم اجرا کړې دي؛ چې جزئیات یې په لاندې ډول دي:
په حقوقي برخه کې:
په حقوقي برخه کې د (۲۲) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۵۴) دوسیې فیصله شوې، (۱) دوسیه مکتوبي مسترده شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
په جزائي برخه کې:
په جزائي برخه کې د (۲۵) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۳۵) دوسیې فیصله شوې، (۳) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
د وثیقو برخه کې:
د روزګان ولایت محاکمو په دوو اونیو کې (۱۰۳) بېلابېلې وثیقې هم اجرا کړې دي.
