د کابل ولايت مرافعه محکمې رئیس د یاد ولايت د پنځو ولسوالیو له ابتدائیه محاکمو څخه لیدنه وکړه

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۱۱:۲۴
د کابل ولايت مرافعه محکمې رئیس د یاد ولايت د پنځو ولسوالیو له ابتدائیه محاکمو څخه لیدنه وکړه

د کابل ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج مفتي ذبیح‌الله (ساجد) د مطبوعاتو د مدیر په ملتیا، د کابل ولايت د قره‌باغ، شکردرې، ګلدرې، کلکان او میربچه‌کوټ ولسوالیو له ابتدائیه محاکمو څخه لیدنه وکړه.
د مرافعه محکمې رئيس په یادو لیدنو کې د محاکمو قضائي چارې، استفتاوې، فتواوې، قضائي حکمونه، د وثیقو د ثبت بهیر، اداري اسناد، اندراج، وارده، صادره او د رسیداتو کتابونه وکتل.
د ليدنې په دوام محترم مفتي ساجد د محاکمو مسؤولینو ته هدایت وکړ، چې د مراجعینو ستونزو ته پر وخت رسېدنه وکړي او په دې اړه یې ورته لازمې لارښوونې وکړې.
دغه راز د یادو محاکمو د حقوقو مدیریتونو له اجراآتو هم لیدنه وشوه او د اجراآتو د ښه‌والي په موخه ورته لازمې لارښوونې وشوې.
په دې سربېره د مرافعه محکمې رئيس د قره‌باغ او شکردرې ولسوالیو له نظارت خونو لیدنه وکړه؛ د متهمینو غوښتنې او مشکلات یې واورېدل او محاکمو ته هدایت وشو، تر څو ژر تر ژره د دوی ستونزو ته رسېدنه وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۱:۳۵
Background image

د سترې محکمې د بهرنيو، عامه اړيکو او مطبوعاتو ریاست د ۱۴۴۷هـ ق کال د درېيمې ربعې لنډ راپور

د سترې محکمې د بهرنيو، عامه اړيکو او مطبوعاتو ریاست د ۱۴۴۷هـ ق کال په درېيمه ربعه کې لاندې عمده فعاليتونه ترسره کړي دي:
۱. د قضاء او ولس (۴) خپرونې، ثبت، جوړې او د سترې محکمې د رسمي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۵۲
Background image

د کابل ولايت کلکان ولسوالۍ ابتدائیه محکمې مسؤولينو په هڅو د دوو کورنيو ترمنځ د قتل (۱۷) کلنه موضوع حل شوه

د کابل ولايت کلکان ولسوالۍ ابتدائیه محکمې مسؤولينو په ډېرو هڅو؛ د قومي مشرانو او علماوو په منځګړيتوب، په ۱۳ /۱۱/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه د دوو کورنيو ترمنځ د قتل موضوع حل او فصل شوه.
یاده موضوع. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۴۹
Background image

د خوست ولايت مرافعه محکمې رئيس له مدافع وکیلانو سره وکتل

د خوست ولايت مرافعه محکمې رئيس الحاج مولوي عين الله (خليل)؛ په ۱۶ /۱۱/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه د یاد ولايت له مدافع وکيلانو سره  وکتل. 
په دې لیدنه کې د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د دېوانونو. . .

بیا په خبرونو کی