د فراه ولایت د مرافعه محکمې رئیس د یاد ولایت له والي سره وکتل

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۲۰ - ۱۴:۲۱
د فراه ولایت د مرافعه محکمې رئیس د یاد ولایت له والي سره وکتل

د فراه ولایت د مرافعه محکمې محترم رئیس مولوي غلام رسول (احساني) د ياد ولایت له محترم والي مولوي غوث الدین (رهبر) سره د دېوانونو د رئیسانو، د جوین ولسوالۍ د قضائي غړو، قومندان، د جنائي او استخباراتو مديرانو په ګډون په ۱۴۴۶/۶/۶ هـ ق نېټه په خپل کاري دفتر کې ناسته ترسره کړه.
ناسته د قرآن کریم د څو مبارکو آياتونو په تلاوت پیل شوه؛ ورپسې د ګډونوالو ترمنځ د همغږۍ او انسجام د لا دوام او ټينګښت په موخه اړينې مشورې او خبرې اترې وشوې.
د غونډې په دوام له هر اړخيز بحث او خبرو وروسته له یو بل سره د یووالي او ښې همغږۍ په رامنځته کولو ټينګار وشو.
ناسته د دعاء په ويلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۰:۵۳
Background image

د بدخشان ولایت نظامي محکمې مسؤولینو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شول

د بدخشان ولایت نظامي ابتدائيه محکمې د رئيس محترم شیخ عبدالباري (صالحي) په ډېرو هڅو، قومي مشرانو او سپين‌ږیرو په منځګړیتوب، د ځمکې پر سر رامنځته شوې د عمدي قتل موضوع، په ۱۵/ ۹/ ۱۴۴۷ هـ ق. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۰:۴۸
Background image

د روزګان ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د روزګان ولایت مرافعه محکمې عمومی رئیس الحاج شیخ محمود (ابوالفیض) په مشرۍ؛ د مرافعه او ښاري محاکمو د دېوانونو رئیسانو، قضائي غړو، اداري کارکوونکو، د حقوقو آمر، د ثبت اسناد او وثایقو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۲:۴۵
Background image

په روزګان ولايت کې يوه مجرم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د روزګان ولايت مرافعه محکمې د پرېکړې له مخې يو کس ته د نکاح شوې ښځې د تښتولو په جرم؛ نن چهارشنبه (۱۵/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.

مرافعه محکمې یاد مجرم په دوه کاله او شپږ. . .

بیا په خبرونو کی