د پکتيکا ولايت نظامي محکمې رئیس د یاد ولايت برمل سرحدي ولسوالۍ ته سفر وکړ

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۲:۱۶
د پکتيکا ولايت نظامي محکمې رئیس د یاد ولايت برمل سرحدي ولسوالۍ ته سفر وکړ

د نظامي محکمې د پکتيکا ولايت څانګې رئیس محترم مولوي عبدالمنان (محق) په ۲۴/ ۱۱/ ۱۴۴۶هـ ق نېټه د دغه ولایت برمل ولسوالۍ ته سفر وکړ او هلته يې له قومي مشرانو او نظامي مسؤولينو سره ناسته وکړه.
په دې ناسته کې د اسلامي امارت مسؤولينو، مجاهدينو او ملکي وګړو ترمنځ د همغږۍ او موضوعاتو ته د حل په لارو چارو خبرې وشوې.
محترم مولوي محق د غونډې ګډونوالو ته ډاډ ورکړ چې ستاسو قرباني د اسلامي نظام د حاکميت لپاره وه؛ موږ په ټول توان سره کوښښ کوو چې ټول حکمونه د شريعت مطهره مطابق وي او په دې برخه کې الحمدلله محاکمو ډېر پرمختګ کړی دی.
نوموړي زیاته کړه، د همدې موخې لاسته راوړلو لپاره اسلامي امارت مشرتابه نظامي محکمې جوړې کړې، ترڅو په نظامي کسانو هم د شریعت حکم تطبیق کړي او محاکم دا صلاحیت او خپلواکي لري.
د نظامي محکمې رئيس ګډونوالو ته ډاډ ورکړ چې نظامي محاکم هر وخت ستاسو په خدمت کې دي؛ که په نظامي کسانو دعوی لرئ نظامي محکمې ته مراجعه وکړئ، ستاسو ستونزو ته به رسېدنه وشي.
 د غونډې په دوام د برمل ولسوالۍ خلکو د نظامي محکمې رئيس ته ډاډ ورکړ، چې موږ له خپلو مسؤولينو څخه کوم شکايت نلرو او دلته مسؤولين او نظامي کسان له ملت سره ښه تعامل کوي.
دغه راز د نظامي محکمې رئيس په دې سفر کې له نظامي مسؤولينو او مجاهدينو سره هم غونډه وکړه او په دې غونډه کې وویل، زموږ او ستاسو جهاد د همدې لپاره و چې شرعي نظام حاکم شي؛ الحمدلله موږ خپلې موخې ته رسېدلي يو، د اسلامي امارت نورو پرمختګونو ترڅنګ زموږ سترې محکمې ډېر زيات پرمختګ کړی، الحمدلله ټولې فيصلې مو د شريعت مطهره مطابق کېږي.
د نظامي محکمې رئيس مسؤولين خپلو مسؤوليتونو ته متوجې کړل، مجاهدينو ته یې سپارښتنه وکړه چې د خلکو له وهلو او ځورولو څخه ځان وساتئ، يو د بل په کارونو کې مداخله مه کوئ او خپل مسؤوليتونه د عبادت په نيت په ښه ډول سره ترسره کړئ.
د ليدنې په وروستيو کې نظامي مسؤولينو له خپل اړخه ډاډ څرګند کړ چې له ولس سره ښه چلند کوو او خپلو مسؤوليتونو ته ژمن يو.
غونډه د دعا په ویلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۹:۵۲
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت ازرې ولسوالۍ له ابتدائیه محکمې څخه ليدنه وکړه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ او د مرافعه محکمې د جزا دېوان د رئیس مولوي فضل‌الرحیم (عابد) په ګډون يوه هیئت، په ۲۸/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه د دغه ولایت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۳:۳۲
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس الحاج شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د جزا او عامه امنيت دېوانونو رئیسانو، د علماوو شورا مرستيال او غړي، د امنيه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۱:۲۱
Background image

د کندهار د مرافعه محکمې رئیس د نشه‌یي توکو د روږدو بندیانو له محبس څخه لیدنه وکړه

د کندهار ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ محمد (محمدي)، د مرافعه محکمې د عامه امنيت دېوان محرر مولوي عبدالستار په ملتيا، په ۲۷/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه په یاد ولايت کې پر نشه‌يي توکو د. . .

بیا په خبرونو کی