د خوست ولایت محاکمو په دوو اونيو کې (۲۱۴) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۱۳۹) وثیقې يې هم اجرا کړې دي

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۲:۵
د خوست ولایت محاکمو په دوو اونيو کې (۲۱۴) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۱۳۹) وثیقې يې هم اجرا کړې دي

د خوست ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه، اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په دوو اونيو کې  (له ۱/ ۸/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۱۵/ ۸/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۲۱۴) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۱۳۹) وثيقې يې هم اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
په حقوقي برخه کې: 
په حقوقي برخه کې د (۶۶) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۳۲) دوسیې فیصله شوې، (۱۰) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
په جزائي برخه کې: 
په جزائي برخه کې د (۳۲) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۶۸) دوسیې فیصله شوې، (۶) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي. 
د وثيقو برخه کې:
د خوست ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۱۳۹) بېلابېلې وثيقې هم اجرا کړې دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۰:۵۳
Background image

د بدخشان ولایت نظامي محکمې مسؤولینو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شول

د بدخشان ولایت نظامي ابتدائيه محکمې د رئيس محترم شیخ عبدالباري (صالحي) په ډېرو هڅو، قومي مشرانو او سپين‌ږیرو په منځګړیتوب، د ځمکې پر سر رامنځته شوې د عمدي قتل موضوع، په ۱۵/ ۹/ ۱۴۴۷ هـ ق. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۰:۴۸
Background image

د روزګان ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د روزګان ولایت مرافعه محکمې عمومی رئیس الحاج شیخ محمود (ابوالفیض) په مشرۍ؛ د مرافعه او ښاري محاکمو د دېوانونو رئیسانو، قضائي غړو، اداري کارکوونکو، د حقوقو آمر، د ثبت اسناد او وثایقو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۲:۴۵
Background image

په روزګان ولايت کې يوه مجرم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د روزګان ولايت مرافعه محکمې د پرېکړې له مخې يو کس ته د نکاح شوې ښځې د تښتولو په جرم؛ نن چهارشنبه (۱۵/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.

مرافعه محکمې یاد مجرم په دوه کاله او شپږ. . .

بیا په خبرونو کی