د کندهار ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۸۹۵) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۶۳۲) وثیقې هم اجرا کړې دي

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۸ - ۱۲:۵۸
د کندهار ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۸۹۵) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۶۳۲) وثیقې هم اجرا کړې دي

د کندهار ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه، د کندهار زون نظامي، اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتداٸيه محاکمو په يوه مياشت کې د ۱ /۵/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټې څخه ۳۰ /۵ / ۱۴۴۷ هـ ق نېټې پورې (۸۹۵) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۶۳۲) وثيقې هم اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
په حقوقي برخه کې:
د کندهار ولایت محاکمو ته په يوه مياشت کې (۶۷۹) حقوقي دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۱۳۴) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۱۷۷) دوسیې فیصله شوې، (۸۴) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
په جزائي برخه کې:
د کندهار ولایت محاکمو ته په يوه مياشت کې (۵۰۶) جزائي دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۲۴۱) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۲۵۰) دوسیې فیصله شوې، (۹) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
د وثيقو برخه کې:
د کندهار ولایت محاکمو په يوه مياشت کې (۶۳۲) بېلابېلې وثیقې هم اجرا کړې دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۰:۵۳
Background image

د بدخشان ولایت نظامي محکمې مسؤولینو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شول

د بدخشان ولایت نظامي ابتدائيه محکمې د رئيس محترم شیخ عبدالباري (صالحي) په ډېرو هڅو، قومي مشرانو او سپين‌ږیرو په منځګړیتوب، د ځمکې پر سر رامنځته شوې د عمدي قتل موضوع، په ۱۵/ ۹/ ۱۴۴۷ هـ ق. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۰:۴۸
Background image

د روزګان ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د روزګان ولایت مرافعه محکمې عمومی رئیس الحاج شیخ محمود (ابوالفیض) په مشرۍ؛ د مرافعه او ښاري محاکمو د دېوانونو رئیسانو، قضائي غړو، اداري کارکوونکو، د حقوقو آمر، د ثبت اسناد او وثایقو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۲:۴۵
Background image

په روزګان ولايت کې يوه مجرم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د روزګان ولايت مرافعه محکمې د پرېکړې له مخې يو کس ته د نکاح شوې ښځې د تښتولو په جرم؛ نن چهارشنبه (۱۵/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.

مرافعه محکمې یاد مجرم په دوه کاله او شپږ. . .

بیا په خبرونو کی