د سترې محکمې د دعوت او ارشاد ریاست پلاوي د هېواد (۱۰) ولايتونو ته سفر پيل کړ

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۹ - ۱۱:۳۲
د سترې محکمې د دعوت او ارشاد ریاست پلاوي د هېواد (۱۰) ولايتونو ته سفر پيل کړ

د سترې محکمې د دعوت او ارشاد ریاست رئيس محترم حافظ مولوي عبدالعزيز (ميوندي)، د یاد ریاست د مدرس مفتي عبدالمالک (انقیادي) او د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو ریاست د دعوت او ارشاد عمومي مدیر مفتي عبدالباري (داعي) په ملتيا په ۲۳/ ۲/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه بامیان، دایکنډي، بادغیس، غور، هرات، نیمروز، فراه، هلمند، کندهار او روزګان ولايتونو ته سفر پيل کړ.
د دعوت او ارشاد ریاست پلاوی به یادو ولایتونو ته د سفر پر مهال، د مرافعه، ښاري ابتدائیه او نظامي محاکمو له رئیسانو او د یادو محاکمو د دعوت او ارشاد له آمرینو سره ناستې وکړي.
دغه راز به د دعوت او ارشاد ریاست د رئیس په مشرۍ پلاوی د یادو ولایتونو د محاکمو مسؤولینو او منسوبینو ته د اصلاحي بیانونو ترڅنګ د دعوت او ارشاد آمریت د تېر یوه کال د لاسته راوړنو نظارت او ارزونه وکړي.  
د یادونې وړ ده چې د سترې محکمې د دعوت او ارشاد ریاست پلاوي د خپل سفر په جریان کې، په ۲۴/ ۲/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه بامیان ولايت ته سفر وکړ؛ هلته یې د مرافعه محکمې له قضائي غړو، نظامي، اداري او خدمتي کارکوونکو سره وکتل.
دغه راز یاد پلاوي بامیان ولایت ته د سفر پر مهال د مرافعه، ښاري ابتدائیه او نظامي محاکمو له مسؤولینو، منسوبینو او مجاهدینو سره جلا، جلا ناستو کې د تقوا، اخلاص، صداقت، اطاعت، علم، ورسپارل شوو مسؤوليتونو په ښه ډول سرته رسولو او د اسلامي امارت د بقا لپاره د خدمت اړوند مهمې او ارزښتناکې ويناوې وکړې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۴:۲۵
Background image

په پکتيکا ولايت کې پنځو مجرمينو او متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د پکتيکا ولايت خوشامند او وازې‌خوا ولسواليو ابتدائیه محاکمو د پرېکړو له مخې پنځو کسانو ته د اخلاقي فساد په جرم؛ غلا او لواطت په تور، د ۱۴۴۷هـ ق کال د رجب المرجب میاشتې په ۲۲مه او ۲۳مه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۴:۲۳
Background image

د ارزګان ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د ارزګان ولایت مرافعه محکمې عمومي رئيس محترم شیخ محمود (ابوالفیض) په مشرۍ، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د دېوانونو رئیسانو او قضائي غړو، د اسنادو او وثيقو د ثبت آمر او غړو، د حقوقو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۰:۵۸
Background image

د ننګرهار ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د ننګرهار ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم خلیفه محبوب الرحمن (نقشبندي) په مشرۍ؛ د مرافعه او ښاري ابتدائيه محاکمو قضائي غړو او اداري کارکوونکو په ګډون، په ۲۰/ ۷/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه د. . .

بیا په خبرونو کی