د کابل ولایت مرافعه، د نشه يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي ابتدائیه او اختصاصي محاکمو په دوو اونيو کې (۴۸۴) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۴ - ۱۱:۳۱
د کابل ولایت مرافعه، د نشه يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي ابتدائیه او اختصاصي محاکمو په دوو اونيو کې (۴۸۴) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د کابل ولایت مرافعه محکمې استینافي دېوانونو، د نشه يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي ابتدائیه او اختصاصي محاکمو د ۱۶ /۱۰ /۱۴۴۶ هـ ق څخه تر ۳۰ /۱۰ /۱۴۴۶ هـ ق نېټې پورې د اجراآتو راپور په لاندې ډول دى:
د مرافعه محکمې دېوانونو اجراآت:
د کابل ولايت مرافعه محکمې دېوانونو ته په دوو اونيو کې (۲۲۹) دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۱۱۵) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۴) دوسیې فیصله شوې، (۹۴) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
د نشه يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي ابتدائيه محکمې اجراآت:
یادې محکمې ته په دوو اونيو کې (۲۲۸) دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۲) دوسيو په اړه قضائي قرارونه صادري شوي، (۲۱۴) دوسیې فیصله شوې، (۲) دوسيې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
اختصاصي محکمې اجراآت:
اختصاصي محکمې ته په دوو اونيو کې (۴۷) دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۳۵) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۳) دوسیې فيصله شوې، (۱۵) دوسيې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۰:۵۳
Background image

د بدخشان ولایت نظامي محکمې مسؤولینو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شول

د بدخشان ولایت نظامي ابتدائيه محکمې د رئيس محترم شیخ عبدالباري (صالحي) په ډېرو هڅو، قومي مشرانو او سپين‌ږیرو په منځګړیتوب، د ځمکې پر سر رامنځته شوې د عمدي قتل موضوع، په ۱۵/ ۹/ ۱۴۴۷ هـ ق. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۰:۴۸
Background image

د روزګان ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د روزګان ولایت مرافعه محکمې عمومی رئیس الحاج شیخ محمود (ابوالفیض) په مشرۍ؛ د مرافعه او ښاري محاکمو د دېوانونو رئیسانو، قضائي غړو، اداري کارکوونکو، د حقوقو آمر، د ثبت اسناد او وثایقو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۲:۴۵
Background image

په روزګان ولايت کې يوه مجرم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د روزګان ولايت مرافعه محکمې د پرېکړې له مخې يو کس ته د نکاح شوې ښځې د تښتولو په جرم؛ نن چهارشنبه (۱۵/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.

مرافعه محکمې یاد مجرم په دوه کاله او شپږ. . .

بیا په خبرونو کی