د کابل ښار د سندونو او وثیقو د ثبت شپږو آمریتونو په دوو اونیو کې (۱۰۶۶) بېلابېلې وثیقې اجرا کړې دي

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۹:۴۵
د کابل ښار د سندونو او وثیقو د ثبت شپږو آمریتونو په دوو اونیو کې (۱۰۶۶) بېلابېلې وثیقې اجرا کړې دي

د کابل ښار د سندونو او وثیقو د ثبت شپږو آمریتونو په دوو اونیو کې (له ۱۶ /۷ /۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۲۹ /۷ /۱۴۴۷ هـ ق‎) نېټې پورې (۱۰۶۶) بېلابېلې وثیقې اجرا کړې دي، چې جزئیات یې په لاندې ډول دی:

  1. د سندونو او وثیقو د ثبت لومړۍ حوزه:

په دوو اونیو کې د سندونو او وثیقو د ثبت په لومړۍ حوزه کې (۳۵) جلده نکاح خطونه، (۴) زوجیت خطونه او (۵۸) نورې بېلابېلې وثیقې  اجرا شوې دي.

  1. د سندونو او وثیقو د ثبت دویمه حوزه:

په دوو اونیو کې د سندونو او وثیقو د ثبت په دویمه حوزه کې (۵۹) جلده نکاح خطونه، (۸) قبالې، (۴) زوجیت خطونه او (۸۸) نورې بېلابېلې وثیقې  اجرا شوې دي.

  1. د سندونو او وثیقو د ثبت دریمه حوزه:

په دوو اونیو کې د سندونو او وثیقو د ثبت په درېیمه حوزه کې (۱۵۴) جلده نکاح خطونه، (۱۵) قبالې، (۸) زوجیت خطونه او (۱۲۲) نورې بېلابېلې وثیقې  اجرا شوې دي.

  1. د سندونو او وثیقو د ثبت څلورمه حوزه:

په دوو اونیو کې د سندونو او وثیقو د ثبت په څلورمه حوزه کې (۶۳) جلده نکاح خطونه، (۲۶) قبالې، (۶) زوجیت خطونه او (۴۰) نورې بېلابېلې وثیقې  اجرا شوې دي.

  1. د سندونو او وثیقو د ثبت پنځمه حوزه:

په دوو اونیو کې د سندونو او وثیقو د ثبت په پنځمه حوزه کې (۱۲۲) جلده نکاح خطونه، (۱۷) قبالې، (۸) زوجیت خطونه او (۹۵) نورې بېلابېلې وثیقې  اجرا شوې دي.

  1. د سندونو او وثیقو د ثبتولو شپږمه حوزه:

په دوو اونیو کې د سندونو او وثیقو د ثبت په شپږمه حوزه کې (۶۳) جلده نکاح خطونه، (۱۲) قبالې، (۸) زوجیت خطونه او (۵۱) نورې بېلابېلې وثیقې  اجرا شوې دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۰:۲۹
Background image

د روزګان ولايت دهراود ولسوالۍ د ابتدائيه محکمې مسئولینو په هڅو د قتل موضوع حل شوه

د روزګان ولایت دهراود ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې مسئولینو په هڅو؛ د قومي مشرانو او سپين‌ږیرو په منځګړيتوب، په ۱۹ /۴ /۱۴۴۸هـ ق نېټه د قتل موضوع د سولې له لارې حل او فصل شوه.
یاده موضوع د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۴
Background image

د پکتیا ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د یاد ولايت د رؤیت هلال هيئت غونډه وشوه

د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج مفتي عبیدالله (خالد) په مشرۍ؛ د یاد ولایت مرستیال والي الحاج مولوي محمد انور (دین پرور)، د علماوو شورا، امربالمعروف، نهی عن المنکر او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۴۲
Background image

جلسه هماهنگی هیئت رؤیت هلال ولایت بدخشان برگزار شد

تحت رهبری الحاج مولوی محمد صابر (حنفی)، رئیس محکمه مرافعه ولایت بدخشان، به تاریخ ۲۴/۴/۱۴۴۸هـ ق، جلسه هماهنگی با اشتراک تمامی اعضای هیئت رؤیت هلال آن ولایت برگزار شد.
در آغاز جلسه، رئیس. . .

بیا په خبرونو کی